بورېل: افغانستان هېر شوی، نور د رسنیو سرټکی نه دی

بورېل: افغانستان هېر شوی، نور د رسنیو سرټکی نه دی


  • 2 کاله دمخه (12/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 910

سمسور نیوز (۲۰تله۱۴۰۱) د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر، جوزېف بوریل وايي، افغانستان له نړۍ هېر شوی او نور د رسنیو د خبرونو په سرلیکونو کې ځای نه لري.  

نوموړي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې سفیرانو کلني کنفرانس ته په وینا کې ویلي، سره له دې چې افغانستان کې اوس هم ډېرې ستونزې شته؛ خو څوک یې په تړاو خبرې نه کوي.   

د بوریل په خبره، په نړۍ کې د نویو بحرانونو له پیلېدو سره، داسې ښکاري چې مخکېني بحرانونه حل شوي، حال دا چې حقیقت داسې نه‌دی.