افغان حکومت: د امریکا وروستۍ پرېکړه په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز لرلای شي

افغان حکومت: د امریکا وروستۍ پرېکړه په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز لرلای شي


  • 2 کاله دمخه (12/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 749

سمسور نیوز (۲۰تله۱۴۰۱) د ا.ا سرپرست حکومت د امریکا له لوري د ا.ا پر یو شمېر چارواکو تازه بندیزونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه ډول پرېکړې په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز لرلای شي.  

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په کار ده "د اختلاف ټکي له ډپلوماتیکو لارو حل شي‌ او پر داسې پرېکړو له سره غور وشي، چې د دواړو لوریو په ګټه نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ا.ا پر هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو د ویزو تازه بندیزونه اعلان کړل، چې افغانستان کې د نجونو او مېرمنو په ځپلو او د دوی د حقونو په نه رعایتولو کې لاس لري.