سمسور نیوز (۲۱تله۱۴۰۱) د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزی وایي، د نسل وژنې نارې د بهرني دښمن دسیسه ده او غواړي د افغانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي.
نوموړي په کابل کې د میلاد النبي ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې د افغانانو دښمن یو دی او هېواد کې یې پر هر قوم بریدونه کړي دي.
هغه پر افغانانو غږ کړی، چې له بې اتفاقۍ لاس واخلي او خپل یووالي وساتي.
عباس ستانکزي یو وار بیا ټينګار کړی، چې له افغانستانه به هېڅ وخت چاته ګواښ پېښ نهشي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین پر بهرنیو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او افغانان دې د خپلې خوښې حکومت جوړېدو ته پرېږدي.