افغان حکومت: د رسمي کابینې معرفي کول ډېر وخت ته اړتیا لري

افغان حکومت: د رسمي کابینې معرفي کول ډېر وخت ته اړتیا لري


  • 2 کاله دمخه (14/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 856

سمسور نیوز (۲۲تاه۱۴۰۱) د ا.ا سرپرست حکومت چارواکي وایي، د رسمي کابینې معرفي کېدل ډېر وخت ته اړتیا لري.  

د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد په تازه مرکه کې د شورا نه تشکیل او د اساسي قانون نه‌ شتون، د رسمي کابینې د نه معرفي کېدو تر ټولو مهم لاملونه بللي دي.   

نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه ډېری افغانان له افغانستان څخه د باندې دي.  

د هغه په خبره، لا هم ځینې ارګانونه فعال نه‌دي او تر فعالېدو وروسته به یې حکومت عادي حالت ته راوګرځي. 

د یادونې ده، چې واک ته د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته څه باندې یو کال تېرېږي؛ خو تر دې دمه د ا.ا کابینه د سرپرست وزیرانو له‌خوا اداره کېږي.