انټرپول د افغانستان لسګونه لرغوني آثار د لیلام‌ پر مهال نیولي

انټرپول د افغانستان لسګونه لرغوني آثار د لیلام‌ پر مهال نیولي


  • 1 کال دمخه (14/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 873

سمسور نیوز (۲۲تله۱۴۰۱) نړیوالو پولیسو «انترپول» د افغانستان یو شمېر قلمي نسخې په لیلام‌ خونو کې پېژندلې او نیولې دي. 

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې دا لرغوني آثار د قطر د نړیوال ګمرکي سازمان او د دوحې د ملي کتابتون ټیم لخوا په لویو لیلام‌ خونو کې د خرڅېدو پر مهال نیول شوي دي.   

د معلوماتو له مخې، دا خطي نسخې له درېیمې تر شلمې پېړیو پورې تړاو لري او د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ غلا شوې وې.