د مبايل ژورنالېزم ګټې او نيمګړتياوې

د مبايل ژورنالېزم ګټې او نيمګړتياوې


  • 2 کاله دمخه (14/10/2022)
  • منصور یوسفزی
  • 820

مبايل ژورنالېزم د اطلاع‌رسونې او ژورنالېزم په په ډګر کې تقريبا نوې اصطلاح او نوی ماډل دی چې له څو کلونو راهيسې په‌دې برخه کې په پراخه کچه کارول کېږي.

د ژورنالېزم او اطلاع‌رسونې ياد ماډل د بېلابېلو امکاناتو په لرلو سره خبريالانو او ټولو هغو کسانو ته چې په‌دې برخه کې فعاليت کوي، دا امکانات برابروي چې ډېر کارونه په کم وخت کې د‌ خپل ګرځنده مبایل په واسطه وکړي.

نن سبا د ژورنالېزم په نړۍ کې تر ټولو چټک او بېړنۍ خبرونه تر راډيو، ټلويزيون او ورځ‌پاڼې د مبايل ژورنالېزم په واسطه په چټکۍ سره خپرېږي.

 

د مبايل ژورنالېزم ګټې او سهولتونه

لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه مبايل ژورنالېزم بېلابېل امکانات او سهولتونه لري، څو ژورنالېستان وشي کړای له‌دې لارې خپلو مخاطبانو ته چټکه اطلاع‌رسونه وکړی.

انځور، ويډيو، ايډيټ، لايف، انټرنټ، متن، غږ او داسې نور هغه امکانات دي چې خبريالانو لپاره يې دا سهولت برابر کړی چې د ژورنالېزم د ډګر ټول فعاليتونه يوازې د خپل ګرځنده موبايل په واسطه وکړي.

خبريالان کولی شي د مبايل ژورنالېزم په واسطه خپلو مخاطبينو ته د ژوندي غږ «Audio live» په واسطه شته مطالب د راډيو په څېر په غږيز ډول وړاندې کړي او ترڅنګ يې کولی شي د ټلويزيون په څېر د ژوندۍ ويډيو «Video live» په واسطه د بېلابېلو سيمو او پېښو څخه خپلو مخاطبانو ته په ژوندۍ په بڼه اطلاع‌رسونه وکړي او بايد يادونه وشي چې ژوندۍ ويډيو او غږ د وخت له اړخه کوم محدوديت نه‌لري او بله ښېګڼه يې دا ده چې تر خپرېدو وروسته سېف يا محفوظ پاتې کېږي او مخاطبین کولی شي هر کله له‌ ياد غږ يا ويډيو کار واخلي.

د دې ترڅنګ مبايل ژورنالېزم د بېلابېلو اپلکېشنونو په لرلو سره خبريالانو ته دا امکانات برابروي، څو د يوې پېښې اړوند ويډيوګانې، انځورونه او غږونه په ډېرې اسانۍ سره ايډيټ او له هغه وروسته يې نشر کړي.

پر دې سربېره مبايل ژورنالېزم دا امکانات هم لري چې خبريالان وشي کړای له کوم محدوديت پرته په متني ډول خپل ټول مطالب خپاره کړي، خو بايد یادونه وشي چې مبايل ژورنالېزم د متنونو د حجم لپاره خاص محدوديت نه‌لري‌ او خبريالان کولی شي لنډ او اوږده متنونه خپاره کړي.

د متنونو د خپراوي په برخه کې يو بل سهولت دا هم دی چې کارونکي کولی شي متن له خپرولو وروسته هم د املايي او انشايي تېروتنو په صورت کې هغه اصلاح يا په‌کې سمون راولي.

د مبايل ژورنالېزم يوه بله ځانګړتيا چې نور ماډلونه يې نه‌لري دا ده چې په‌دې ماډل کې مخاطبان مخامخ له خبريال يا له هغه چا سره چې له مبايل ژورنالېزم څخه د اطلاع‌رسونې په هدف کار اخلي، په اړيکه کې وي او کولی شي سمدستي له کوم محدوديت پرته خپل نظر يا فېډبک شريک کړي.

پر دې ټولو موضوعاتو سربېره مبايل ژورنالېزم يو شمېر نورې ځانګړتياوې هم لري چې تر ټولو مهمه ځانګړنه يې دا ده چې ټول مطالب له خپرېدو وروسته محفوظ يا سېف پاتې کېږي او لوستونکي يا مخاطبان کولی شي هر کله له‌دې مطالبو استفاده وکړي.

نن سبا په نړيواله کچه د خلکو ترمنځ د انټرنټ او ټولنيزو رسنيو محبوبيت له زياتېدو وروسته د مبايل ژورنالېزم فعاليت او ورسره محبوبيت هم زيات شوی دی.

د نړۍ مطلق اکثريت خلک خپل ډېر وخت له انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو سره تېروي او دې چارې بيا خبريالان هم دې ته اړ کړي، څو له مبايل ژورنالېزم په اعظمي ډول کار واخلي.

د انټرنټ په مرسته او د مبايل ژورنالېزم په واسطه خبريالان کولی شي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په ډېر کم وخت کې په پراخه کچه اطلاع‌رسونه وکړي.

 

په مبايل ژورنالېزم کې کومو اصولو ته بايد پام وشي

مبايل ژورنالېزم يو لړ اصول لري چې بايد له دې ماډل څخه د استفادې پر مهال ورته پام وشي.

تر هر څه دمخه هر هغه متن چې د مبايل ژورنالېزم په واسطه خپرېږي بايد لنډ، مختصر او واضح وي، که چېرې متنونه اوږده وي، لوستونکي نه‌شي کولی د مبايل په واسطه دا ډول متنونه ولولي.

که چېرې متنونه اوږده وي بايد له لېنکونو ګټه پورته شي.

هغه کسان چې غواړي له مبايل ژورنالېزم څخه د اطلاع‌رسونې په هدف کار واخلي، بايد د ژورنالېزم له اصولو پوره خبر وي.

هر مطلب بايد په پوره دقت خپور شي، څو د خلکو اذهانو ته زيان ونه‌رسېږي.

ډېر کله داسې شوي چې ځينو کسانو په غير مسلکي ډول له مبايل ژورنالېزم څخه د اطلاع‌رسونې په هدف کار اخيستی، خو داسې انځورونه او ویډیوګانې يې خپروي چې ځورونکي وي او د خلکو پر روان ناوړه اغېزه کوي.

په مبايل ژورنالېزم کې بايد د نورو ماډلونو په څېر بې‌طرفي او انصاف ته د اطلاع‌رسونې پر مهال پام وشي، دې مسايلو ته د پام لپاره کوم ځانګړی محدوديت شتون نه‌لري، خو په راتلونکي کې د مبايل ژورنالېزم ماډل اعتبار ته د زيان نه‌اوښتو له امله بايد دا مسايل په پام کې ونيول شي.

هر مطلب بايد د سرچينو او منابعو په ذکر سره خپور شي، له‌دې سره به له يوه اړخه د مطالبو اعتبار حفظ وي او بلې‌خوا به لوستونکي هم په اسانۍ وشي کړای منابعو ته لاس‌رسی ولري.

که چېرې له مبايل ژورنالېزم څخه د خبر ليکنې لپاره کار اخيستل کېږي بايد ليکونکی دا وړتيا ولري چې څو پراګرافونه په‌يوې لنډې جملې کې سره راټول او يا يې وليکي.

په مبايل ژورنالېزم کې چې هر څومره خبر يا مطلب لنډ وي، په هماغه کچه يې محبوبيت او لوستونکي زيات وي.

 

 

د مبايل ژورنالېزم نيمګړتياوې

مبايل ژورنالېزم د بېلابېلو ګټو او سهولتونو ترڅنګ يو شمېر نيمګړتياوې هم لري چې دلته پرې مفصل بحث شوی دی.

د مبايل ژورنالېزم لپاره د مشخصو قوانينو او قواعدو نه‌شتون له امله ډېری کسان له‌دې ماډل څخه په غير تخصصي او مسلکي ډول کار اخلي چې ممکن دا کار په راتلونکي کې مبايل ژورنالېزم لپاره ډېر زيان او نواقص هم ورسوي.

ډېری کسان شته چې د ژورنالېزم له اصولو خبر نه‌دي، خو د مبايل ژورنالېزم په واسطه اطلاع‌رسونه کوي.

د غير مسلکي کسانو لخوا د مبايل ژورنالېزم کارونه د فېک يا جعلي مالوماتو او خبرونو خپرېدو ته زمينه برابره کړې او دا په خپله د ژورنالېزم د ياد ماډل اعتبار ته زيان رسوي.

په ټولنيزو رسنيو کې د اطلاع‌رسونې تر نوم لاندې زرګونه پاڼې چې نوم او نښان يې څرګند او مالوم نه‌دی، نشرات کوي چې دا په خپله د مبايل ژورنالېزم يا په بله اصطلاح د انلاين ژورنالېزم په نيمګړتياوو دلالت کوي.

د خلکو ترمنځ د رسنيز سواد نه‌شتون هم ډېر کله د دې لامل کېږي، څو خلک په ډېرې اسانۍ سره د جعلي مالوماتو ښکار شي او دا مطالب ډېری د هغو کسانو لخوا خپرېږي چې د شخصي اهدافو په لټه کې دي.