سمسور (۲۳تله۱۴۰۱) د ا.ا سرپرست حکومت وایي، افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي؛ خو له نورو ټولو هېوادونو څخه ورته تعامل خپل حق بولي.
د امریکا له لوري د ا.ا پر ځینو چارواکو د ویزو ورکړې د بندیز په غبرګون کې د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپل ټوېټر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې امريکا له افغان ملت سره د خواخوږۍ له مخې نه؛ بلکې د نورو اهدافو لپاره ورته "پلمې" لټوي.
د ا.ا په اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان یو خپلواک او مستقل هېواد دی او د ا.ا مستقل، د خپلې ارادې خاوند او خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو ته ژمن نظام دی.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د افغانستان اوسني حکومت هغه مشران او مسوولین، چې د نجونو د ښوونځيو په تړلو کې لاس لري، پرې د ويزو او سفرونو بندیز لګوي.