پوتین: د افغانستان له اوسني حکومت سره اړیکې مهمې دي

پوتین: د افغانستان له اوسني حکومت سره اړیکې مهمې دي


  • 2 کاله دمخه (15/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 896

سمسور نیوز (۲۳تله۱۴۰۱) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، په افغانستان کې د ا.ا له حکومت سره د اړیکو ساتل نه یوازې د روسیې، بلکې د سیمې هېوادونو په ګټه هم دي. 

نوموړي د روسیې - منځنۍ آسیا په ناسته کې ویلي، چې لوېدیځ هېوادونه، په تېره امریکا او برېټانیا د ا.ا خلاف ډلو ملاتړ کوي، چې د نورو هېوادونو پر پولو بریدونه وکړي.  

هغه په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې له اسلامي امارت سره فعالې اړیکې خورا اړینې دي.  

ولادیمیر پوتین زیاته کړې، چې د روسیې سویلي پولې له ترهګریزو ګواښونو سره مخامخ دي.