جوبایډن: د پاکستان اټومي وسلې خوندي نه دي

جوبایډن: د پاکستان اټومي وسلې خوندي نه دي


  • 2 کاله دمخه (15/10/2022)
  • Sahil Asad
  • 949

سمسور نیوز (۲۳تله۱۴۰۱) د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې د پاکستان اټومي وسلې انسجام نه لري او دا حکومت د نړۍ یو خطرناک حکومت دی.

بایډن دا خبره د کانګرس له دیموکراتانو سره په کتنه کې کړې ده.

‏د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د نړۍ حالات چټک بدلېږي او حکومتونه پخپلو متحدینو له سره غور کوي.

د پاکستان حکومت د ځان په اړه د بایدن وروستۍ څرګندونې رد کړې دي.

د پاکستان د انرژۍ وزیر خرم دستګیر ویلي، نړیوالو بنسټونو په وار وار د پاکستان اټومي وسلې خوندي ارزولي دي.