توماس نیکولسن: د افغانستان کورنۍ جګړه د هیچا په ګټه نه ده

توماس نیکولسن: د افغانستان کورنۍ جګړه د هیچا په ګټه نه ده


  • 2 کاله دمخه (16/10/2022)
  • Sahil Asad
  • 809

سمسور نیوز (۲۴تله۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وایي، دی باوري دی چې د افغانستان کورنۍ جګړه د دغه هېواد د خلکو په ګټه نه ده. 

نوموړي تېره شپه پر خپل ټوېټر لیکلي، د روسیې له ولسمشر سره په دې اړه همغږی دی، چې د افغانستان کورنۍ جګړه د سیمې د هېوادونو لپاره ګواښوونکې ده.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې په افغانستان کې د ترورېستي ډلو فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنې راپورته شوې دي.  

د روسیې ولسمشر هم په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان اوسنی حالت په سیمه کې یوه امنیتي ننګوله بللې ده.    

ولادیمیر پوتین د آسیا په کچه د باور جوړونې «سیګا» په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې ترورېستي بریدونه مخ پر زیاتېدو دي.  

خو د ا.ا حکومت بار، بار ټینګار کړی، چې هېڅ بهرنۍ وسله‌والې ډلې ته به اجازه ور نه کړي، چې د دغه هېواد له خاورې د سیمې او نړۍ کوم هېواد ته خطر پېښ کړي.