ستانکزی: روسیې، امريکا او ناټو د افغانستان چاپېريال ته زیان رسولی

ستانکزی: روسیې، امريکا او ناټو د افغانستان چاپېريال ته زیان رسولی


  • 2 کاله دمخه (16/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 1012

سمسور نیوز (۲۴تله۱۴۰۱) د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ‏کابل کې د اقلیمي بدلون نړیوالې اوونۍ په نمانځغونډه کې ویلي، چې د افغانستان اقلیمي بدلون برخه کې د نړۍ هېوادونو ډېر رول لوبولی دی.

شېر محمد عباس ستانکزي څرګنده کړې، چې ناټو، امریکا او پخواني شوروي دلته ګڼې وسلې کارولې دي، چې چاپېریال ته یې سخت زیان رسولی.

نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د چاپېريال ښه والي برخه کې ورسره همکاري وکړي.

‏د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي بیا ویلي، چې هېواد کې د ورښتونو کموالی او بې وخته ورښتونه د اقلیمي بدلون له امله دي.