روغتیا وزارت: هر کال د هوا د ککړتیا له کبله له ۲۰۰۰ ډېر کسان مري

روغتیا وزارت: هر کال د هوا د ککړتیا له کبله له ۲۰۰۰ ډېر کسان مري


  • 2 کاله دمخه (16/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 919

سمسور نیوز (۲۴تله۱۴۰۱) د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د هوا د ککړتیا او د اقلیمي بدلون له کبله هر کال له دوه زره ډېر هېوادوال ژوند له لاسه ورکوي. 

د عامې روغتیا وزارت مرستیال حسن غیاثي د اقلیمي بدلون د نړیوالې اوونۍ په نمانځنغونډه کې ویلي، چې د هوا ککړتیا زرګونه کسان د تنفسي، زړه او سرطان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.

د نوموړي په وینا، هر کال په هېواد کې دوه زره کسان د هوا د ککړتیا او د اقلیمي بدلون له امله د پیدا شویو ناروغیو له امله مري.