ملګري ملتونه: د ترکیې او یونان پر پوله دې د پناه‌غوښتونکو د بربنډولو څېړنه وشي

ملګري ملتونه: د ترکیې او یونان پر پوله دې د پناه‌غوښتونکو د بربنډولو څېړنه وشي


  • 1 کال دمخه (17/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 769

سمسور نیوز (۲۵تله۱۴۰۱) ملګرو ملتونو د ترکیې او یونان پر پوله د پناه غوښتونکو پر بربنډولو او له دوی سره د شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. 

‏د راپورونو له مخې، د ترکیې پوله‌ ساتو لسګونه کډوال لومړی بربنډ او ټپیان کړي او بیا یې له خپلې خاورې بېرته‌ شړلو ته مجبور کړي دي.  

ملګرو ملتونو د ترکيې له لوري د بشري حقونو پر نقض د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.       

ترکي پولیسو دغه پناه غوښتونکي وهلي، ډبولي او په داسې حال کې چې ټپيان هم وو، ترې جامې اېستلې دي.  

د معلوماتو پر اساس، په دغو ۹۲ پناه غوښتونکو کې یو شمېر افغانان هم شامل دي.