سمسور نیوز (۲۶تله۱۴۰۱) د ا.ا ویاند په تازه مرکه کې ویلي، چې د اوسني حکومت کمزوري کول به د سیمې او نړۍ پر امنیت او ثبات منفي اغېز وکړي.
ذبیح الله مجاهد له یوې ترکي ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې باثباته او د ښه اقتصاد لرونکی افغانستان د امریکا په ګډون د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې امریکا باید پر اسلامي امارت د فشار راوړلو څخه ډډه وکړي او په دې اړه خپله تګلاره بدله کړي.
ده ویلي، کومه تګلاره چې امریکا د افغانستان په اړه خپله کړې، بریالۍ نه ده.
د مجاهد په خبره، اسلامي امارت غواړي د نړۍ باوري غړی شي او د نړۍ له نورو هېوادونو سره په سوله کې ژوند وکړي.