لوړو زده کړو وزارت: بهر ته د زده‌کړو لپاره د تللیو استادانو تنخواوې ورکوو

لوړو زده کړو وزارت: بهر ته د زده‌کړو لپاره د تللیو استادانو تنخواوې ورکوو


  • 2 کاله دمخه (19/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 789

سمسور نیوز (۲۷تله۱۴۰۱) د ا.ا د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وایي، د پوهنتونونو د هغو استادانو معاشونه به ورکړل شي، چې په بهر کې په زده‌کړو بوخت دي. 

دا خبره د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند احمد تقي پرون په یوه ټوېټ کې کړې ده. 

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د پوهنتونونو د هغو استادانو د معاشونو د نه ورکړې پرېکړه وشوه، چې په بهر کې په زده کړو بوخت دي.

خو د دغه وزارت ویاند ویلي، چې د رئیس الوزرا د حکم له مخې، په بهر کې په زده کړو د بوختو استادانو د معاشونو د ورکړې پرېکړه شوې ده.