کندز کې سپین زر دولتي شرکت بیا فعالیت پیل کړ

کندز کې سپین زر دولتي شرکت بیا فعالیت پیل کړ


  • 2 کاله دمخه (20/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 829

سمسور نیوز (۲۸تله۱۴۰۱) ځایي چارواکي وایي، په کندز کې د سپین زر دولتي شرکت تولیدات بېرته پیل شوي دي.    

سپین زر دولتي شرکت د غوړو او کاغذ په برخه کې تولیدات لري، چې په نږدې راتلونکي کې به یې تولیدات بازار ته هم وړاندې شي.  

په دغه شرکت کې یو وخت زرګونه کسانو کار کاوه او د غوړو او کاغذ په برخه کې یې تولیدات لرل. 

د دې شرکت د بیا فعالېدو هڅې د تېر افغان حکومت په شل کلنه دوره کې هم وشوې؛ خو کومه نتیجه یې نه وه ورکړې.

د یادونې ده، چې دا شرکت په ۱۳۱۴ لمریز کال کې جوړ شو او د کورنۍ جګړې پر مهال یې ډېرې برخې ویجاړې شوې.