لېز‌ ټرس: کړې ژمنې نه‌شم عملي کولای؛ استعفی کووم

لېز‌ ټرس: کړې ژمنې نه‌شم عملي کولای؛ استعفی کووم


  • 2 کاله دمخه (20/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 793

سمسور نیوز (۲۸تله۱۴۰۱) د برېټانيا لومړۍ وزیرې مېرمن لېز ټرس له ۶ اوونيو دندې وروسته له خپلې څوکۍ استعفی اعلان کړې ده.   

نوموړې په یوه لنډه وينا کې ويلي، هغه ماموريت چې ولس ته مې يې د عملي کولو ژمنه کړې وه، نه يې شم عملي کولای؛ نو له همدې امله د واکمن ګوند له مشرۍ او د لومړي وزیر له څوکۍ استعفا کووم.

مېرمن ټرس زیاته کړې، تر هغې چې نوی لومړی وزیر ټاکل کېږي، خپلې دندې ته به دوام ورکړي.  

دا د برېټانیا په تاریخ کې تر ټولو د لږې مودې لومړۍ وزیره بلل کېږي، چې  يوازې ۴۵ ورځې يې واکمني وکړه.