په تبليغاتي جګړو کې د رسنيو ونډه:

په تبليغاتي جګړو کې د رسنيو ونډه:


  • 2 کاله دمخه (21/10/2022)
  • منصور یوسفزی
  • 1033

تبليغات د رسنيو له مهمو او اساسي دندو څخه شمېرل کېږي، خو ډېر کله بيا دا تبليغات د رسنيو لخوا په سيستماتيک ډول او خاصو اهدافو ته د رسېدو په موخه کېږي.

رسنۍ د خلکو په منځ خاص محبوبيت او ځانګړی تاثير لري، ځکه يې د تبليغاتو پرمهال اغېز هم محسوس دی.

خلک خپل ډېر وخت له رسنيو سره تېروي، پرې باور لري او خپل د اړتيا وړ اطلاعات او مالومات له رسنيو ترلاسه کوي، دې موضوع ته په کتو په وروستيو څو کلونو کې ډېره هڅې شوې چې له رسنيو د تبليغاتي ابزار په توګه کار واخيستل شي.

د عمومي ګټورۍ له‌مخې رسنۍ په درېيو برخو وېشل کېږي چې په‌دې کې بې‌طرفه، منتقدې او طرف رسنۍ شاملېږي.

طرف او منتقدې رسنۍ ډېر کله د تبليغاتي ابزار په توګه کارول کېږي، په ډېرو هېوادونو حکومتي رسنۍ شتون لري چې مخامخ د حکومت او دولت لپاره کار او په ګټه يې تبليغات کوي، دا کار په افغانستان کې هم شوی، د پخواني جمهوري نظام پر مهال پر دولتي ټلویزیون خورا زياته پانګونه وشوه او وروسته ترې د حکومت تبليغاتي دستګاه جوړه شوه او د دولت او حکومتي چارواکو په ګټه يې تبليغات کول.

خو د پخواني نطام له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هم دا کار وشو، د افغانستان پر دولتي ټلویزیون به ډېر کله د جمهوريت په ګټه مثبت او طالبانو او د حکومت منتقدینو پر ضد به په‌کې منفي تبليغات کېدل، خو اوس کیسه بدله شوې، دا مهال په هماغه ټلويزيون کې به چې تل د طالبانو ضد منفي تبليغات کېدل، نن ورته مثبت تبليغات کېږي.

دا کار يوازې په افغانستان کې نه، بلکې د نړۍ په اکثريت هېوادونو کې کېږي او څه نوې کيسه نه‌ده.

د طرف رسنيو ترڅنګ شته ډېرې داسې رسنۍ چې انتقادي بڼه لري او د حکومتونو او ډلو ټپلو پر ضد منفي تبليغات کوي، له دې رسنيو څخه تل سياسي رقابتونو په پار کار اخيستل شوی او ډېره هڅه شوې چې په خپلو تبليغاتو سره حکومتونه او ډلې کمزوره وښيي، د دې رسنيو نفوذ او تاثیر هم محسوس دی او ډېر کله يې راپورته د خلکو په منځ کې خورا غبرګونونه راپاروي.

په‌دې وروستيو کې د افغانستان شته وضعيت، د اوکراين جګړه او د ايران لاريون هغه څه دي په تبليغاتي ډګر کې د رسنيو پر ځانګړي تاثیر دلالت کوي.

په افغانستان کې شته واقعیت ډېر کله د رسنيو لخوا په مختلف ډول ښکارول کېږي، هلته شته رسنۍ واقعيت يو څه ښيي، خو منتقدې رسنۍ چې له بهر څخه نشرات کوي بيا دا واقعيت بل ډول خپروي چې دا په خپله پر دې دلالت کوي چې رسنۍ د تبلیغاتي جګړې مهم عنصر دی.

د جمهوريت په وروستيو ورځو کې هم ورته کار وشو، هغه مهال دولتي يا هغه رسنيو چې د دولت تر نفوذ لاندې وې، وضعيت يې خورا ډاډمن ښوده، خو برعکس هغه رسنۍ چې د منتقدې وې، وضعيت يې بيا بل ډول منعکس کاوه، چې تر سقوط وروسته بيا باورونه دا وو چی د رسنيو منفي راپورونه د حکومت د‌ سقوط يو له مهمو او اساسي عواملو څخه وو.

د اوکراین په مسله کې هم ورته کار وشو، باور دا دی چې د اوکراین او روسيې جګړې پرمهال غربي رسنيو وضعيت ډېر نازک او د اندېښنې وړ ښوده، خو برعکس روسي رسنيو بيا وضعيت داسې منعکس کاوه چې هر څه نورمال دي او د اندېښنې وړ خاص څه نه‌شته.

په‌دې وروستيو کې په ايران کې د حکومت ضد لاريونونو کې هم ورته کار روان دی، دلته وضعيت هغه شان نازک نه‌دی، کوم شان يې چې د ايران ضد رسنۍ خلکو ته ښيي، خو که چېرې د ايران داخلي رسنۍ وڅارل شي، هلته بيا وضعيت بېخي بل ډول ښکارول کېږي.

د رسنيو لخوا د يوې موضوع يا پېښې منفي او مثبت اړخونه خپرول هم پر دې دلايت کوي چې رسنۍ په تبليغاتي جګړه کې عملا ښکېلې دي، منتقدې رسنۍ يې منفي او طرف رسنۍ يې بيا مثبت اړخ منعکسوي.

دا او دې ته ورته سلګونه داسې بېلګه شته چې د دا موضوع ثابتولی شي.

نن سبا رسنيو د خلکو په منځ کې دومره نفوذ کړی چې ان کولی شي حکومتونه وننګوي او يا يې رانسکور کړي او همدا يو مهم لامل دی چې له رسنيو د تبليغاتي دستګاه په توګه کار اخيستل کېږي.

 

د رسنيو بڼه او د تبليغاتو څرنګوالی

په وروستيو څو کلونو کې د تبليغاتي جګړو لپاره ډېر کله له انلاين يا ټولنيزو رسنيو څخه ډېر کار اخيستل کېږي، د راډيو، ټلويزيون او چاپي رسنيو په منځ کې هم منتقدې رسنۍ شته، خو هغوی ډېر کله د بې‌طرفۍ اصولو ته ژمن پاتې کېږي، ځکه خو ډېر کله هر څه په مستقيم ډول نه‌شي بیانولی، خو د انلاين يا ټولنيزو رسنيو لپاره د خاصو محدودیتونو نشت له کبله بيا له دا ډول رسنيو په تبليغاتي جګړه کې خورا زيات کار اخيستل کېږي او دا چې نن سبا خلک هم خپل ډېر وخت له انلاين رسنيو سره تېروي، بيا اغېز څو چنده زيات دی.

په انلاين رسنيو کې د تبليغاتي جګړو پرمهال ډېره کله له فېک مالوماتو هم کار اخيستل کېږي، ځکه په دا ډول رسنيو کې د مالوماتو لپاره خاص فېلټر او محدوديت شتون نه‌لري.

په انلاين برخه کې د رسنيز اکونټونو جوړول هم خاص محدوديت نه‌لري، ډېر کله داسې شوي چې يو چا يا يو ارګان سلګونه پاڼې او اکونټونه جوړ کړي او له دې لارې يې ځان ته مثبت او د خپلو مخالفينو پر ضد يې منفي تبليغات کړي دي.

يادونه بايد وشي چې په انلاين برخه کې رسمي او غير رسمي رسنۍ شته دي، رسمي رسنۍ يې ډېر کله اصولو ته ژمنې پاتې کېږي، خو غير رسمي رسنۍ بيا په مطلق ډول د تبليغاتو لپاره کارول کېږي.

 

د رسنيو لخوا د تبليغاتي جګړې اغېز

د رسنيو لخوا تبليغاتي جګړه ډېری په هغو هېوادونو کې مثبته نتيجه ورکوي چې خلک او اوسېدونکي يې رسنيز سواد ونه‌لري، رسنيز سواد هغه څه ته ويل کېږي چې يو کس د دې وړتيا ولري، څو د رسنيو ټول مالومات او اطلاعاتو تحليل او ارزيابي کړی شي، د هر خبر يا مطلب منفي او مثبت اړخونه په ډاګه کړی شي.

په افغانستان کې يې خورا زياتې بېلګې شته؛ په وروستيو کلونو کې د ټلويزيونونو په پرده ډېر بهرني سريالونه او فلمونه خپاره شول او اغېز يې ځکه زيات و چې دلته خلکو رسنيو سواد نه‌درلود، نو ځکه په‌دې نه‌توانېدل چې مثبت او منفي اړخونه يې سره جلا کړي.

د رسنيو خپرونو د ارزونې لپاره د رسنيز سواد شتون اړين دی، د افغانستان په شان هېوادونو کې چې خلک يې ابتدايي سواد او يا د ليک او لوست وړټيا هم نه‌لري، د رسنيو لخوا په‌کې تبليغاتي جګړه خورا اغېزې لرلی شي.

په تبليغاتي جګړه کې يو مهم عنصر فېک نيوز يا د جعلي مالوماتو خپرول دي او د افغانستان په څېر هېوادونو کې فېک نيوز يا جعلي مالوماتو خپرول هم خپلې اغېزې لري او خلک پر ژر باور کوي او د داسې مالوماتو ښکار ګرځي.

تبليغاتي جګړې څخه د ځان‌ساتنې لپاره هم ځينې لارې چارې شته، خو دا لارې چارې ډېری د هغو کسانو لپاره دي چې په ټوله مانا رسنيز سواد ولري.

تر هر څه دمخه لومړی بايد هر هغه مطالب چې خپرېږي بايد وڅېړل شي چې دا مطلب چا خپور کړی، له‌دې مطلب سره د ده اړيکه څه ده، ولې يې دا مطلب خپور کړی، مطلب د چا له خولی خپور شوی او سرچينه يې کومه ده، د اړتيا په صورت کې بايد اصلي سرچينې ته هم مراجعه وشي.

که چېرې مطلب د کس لخوا خپور شوی وي، بايد کس په اړه پوره مالومات موجود وي چې دی څوک دی او تخصص يې څه دي، په‌دې تبليغاتي جګړه کې ډېر کله داسې شوي وي چې يو ډاکټر د خبريال په توګه رسنيز مالومات خپاره کړي وي، حال دا چې تخصص يې له مطلب سره خورا توپير لري، بايد دا مسله هم وارزول شي چې دا کس چې مطلب يې خپور کړی، کوم سياسي اړخ پورې تړاو لري.

که چېرې مطلب د رسمي رسنيو لخوا خپور شوی وي، بايد د رسنيو فعاليت وارزول شي چې ايا دا رسنۍ طرف يا منتقده ده او له کومې سرچينې يې چې دا مطلب اخيستی څومره معتبره ده.