مجاهد: د ا.ا ځواکونو کابل کې شپږ داعش وسله‌وال وژلي

مجاهد: د ا.ا ځواکونو کابل کې شپږ داعش وسله‌وال وژلي


  • 1 کال دمخه (22/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 593

سمسور نیوز (۳۰تله۱۴۰۱) د ا.ا ځواکونو د کابل ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې پر داعش وسله‌والې ډلې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې شپږ داعشیان وژلي.       

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ماښام مهال د کابل په ختیځ کې د ا.ا ځانګړیو ځواکونو د داعش دوه کسان ونیول او بیا یې د کشفي عملیاتو پر اساس د دې ډلې پر پټنځي عملیات وکړل. 

د نوموړياد معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو که د داعش شپږ کسان ووژل شول، وسلې، مهمات او یوه کرولا ترې پاتې شول.

‏د هغه په خبره، دا هغه داعش وسله وال وو، چې د وزير اکبرخان پر جومات او پر کاج ښوونيز مرکز يې په بريدونو کې لاس درلود.