سمسور نیوز (۳۰تله۱۴۰۱) ځایي چارواکي وایي، په پکتيا ولایت کې د هاوان مرمې چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
سرچینې ویلي، دغه پېښه تېره ورځ په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې را منځته شوې ده.
د سرچينې په وخبره، د پېښې قربانیان د پکتيا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې د يوه کس روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د باغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې هم د ناچاوده مهماتو چاودنې له امله درې ماشومې نجونې وژل شوې وې.