افغانستان ته د ریچارډ بینټ سفر پای ته ورسېد

افغانستان ته د ریچارډ بینټ سفر پای ته ورسېد


  • 2 کاله دمخه (23/10/2022)
  • سمسور نیوز
  • 717

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور جوړونکي او ورسره مل پلاوي تېره ورځ افغانستان ته د خپل سفر په پای کې د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین عباس ستانکزي سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې بینټ ژمنه کړې چې په افغانستان کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره به له بهرنیو مرسته کوونکو سره خبرې وکړي، څو له افغانانو سره هر ډول مرسته ترسره کړي.

په ورته مهال نوموړي په افغانستان کې حقایقو د ازاد لاسرسي په اړه له اسلامي امارت مننه کړې.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په دې لیدنه کې له ملګرو ملتونو څخه د اقتصادي ستونزو، بانکي محدودیتونو، پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنې او یو شمېر نورو برخو کې د مرستو غوښتنه کړې.

د یادونې وړ ده چې د بینټ د ماموریت له غځېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې نوموړی افغانستان ته راځي.

هغه د خپل دې سفر پرمهال د اسلامي امارت له یو شمېر نورو چارواکو سره هم کتلي دي.