مالیې وزارت: د هرات ګمرګ عواید ۹۸ فیصده زیات شوي

مالیې وزارت: د هرات ګمرګ عواید ۹۸ فیصده زیات شوي


  • 1 کال دمخه (23/10/2022)
  • سمسور نیوز
  • 736

د مالیې وزارت خبر ورکوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د هرات ولایت له ګمرک څخه ۱۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي چې د تېر کال پرتله ۹۸ فیصده زیاتوالي ښيي؟

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هرات ولایت له ګمرک څخه څه  باندې ۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي، چې سږ کال په دې برخه کې ۹۸ فیصده زیاتوالی راغلی.

سرچینه زیاتوي چې دا  کار د ژمن او مسلکي کسانو په ګمارلو او د اداري فساد د له منځه وړلو په پایله کې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یاد وزارت د روان کال د وږي په اتمه نېټه ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې ویلي وو چې په تېر یو کال کې یې ۱۵۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.