د روسیې په سویل کې یوه جنګي جټ الوتکه نسکوره شوې

د روسیې په سویل کې یوه جنګي جټ الوتکه نسکوره شوې


  • 2 کاله دمخه (24/10/2022)
  • سمسور نیوز
  • 824

روسیي چارواکو  د دغه هېواد د سویل په « ایرکوڅک» ښار کې د یوې روسيي جنګي جټ الوتکې د غورځېدو  خبر ورکړی دی.

د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې، دا «سوخوي ۳۰ جټ الوتکه» د استوګنې پر یوې دوه پوړیزې ودانۍ راپریوتې ده.

سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې د الوتکې دوه پیلوټان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د روسیې د بېړني حالت وزارت ویلي چې دغه الوتکه د ازمایښتي الوتنې پر مهال غورځېدلې ده.

تېره دوشنبه هم د اوکرایین سره پولې ته څېرمه د روسیې سویلي یېڅک ښار کې د دغه هېواد یوه سوخو۳۴ جټ الوتکه د ملکي استوګنې له یوې ودانۍ سره لګېدلې وه چې په پایله کې یې ۱۵ کسان وژل شوي وو.