ناروې د بندو دروازو ترشا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

ناروې د بندو دروازو ترشا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي


  • 2 کاله دمخه (25/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 936

سمسور نیوز (۳لړم۱۴۰۱) ناروې د افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی. 

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ناروې دایمې استازولۍ په دې اړه په یوه خپره کړې اعلامیه کې که څه هم د دغه غونډې دقیق وخت نه دی ښودلی؛ خو ویلي دي چې د بندو دروازو تر شاه به د افغانستان په اړه په بېلابېلو مسایلو په کې بحثونه وشي. 

په اعلامیه کې راغلي چې غونډې ته د امنیت شورا پنځه دایمې غړي هېوادونه بلل شوي دي، خو د ګډون کوونکو هېوادونو نومونه نه دي اخيستل شوي. 

د اعلامیې له مخې، دې غونډې ته به د افغانستان د وضعیت په اړه په ياد هېواد کې د ملګرو ملتونو استازی معلومات ورکوي.

ناروې د افغانستان په اړه د دې غونډې د جوړېدو خبر داسې مهال ورکوي، چې له څه باندې یو کال راهیسې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې راپورنه زیات شوي دي.