سرپرست حکومت: بشرپاله ادارې باید زمونږ له همکارۍ ناوړه استفاده ونه‌کړي

سرپرست حکومت: بشرپاله ادارې باید زمونږ له همکارۍ ناوړه استفاده ونه‌کړي


  • 1 کال دمخه (26/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 716

 

سمسور نیوز (۴لړم۱۴۰۱) د ا.ا سرپرست حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړلو په اړه د ملګرو ملتونو له خوا ګمارل شویو ادارو څخه غوښتي، چې د دوی له همکارۍ څخه ناوړه استفاده ونه‌کړي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې ا.ا یادو ادارو ته په افغانستان کې د "بې پرې څېړنو" په اړه اړينې اسانتياوې برابرې کړې دي.

په اعلامیه کې دغه راز د بشري حقونو او بشري وضعیت د څار هغو ادارو ته، چې له واقعیت څخه لېرې راپورونه خپروي خبرداری ورکړل شوی،  چې که له دغه کار څخه لاس وانخلي؛ نو د ‎اسلامي‌امارت له سخت غبرګون سره به مخ شي.