کاناډا: نن سهار مو د افغان کډوالو یوه بله چوپه هم را انتقال کړه

کاناډا: نن سهار مو د افغان کډوالو یوه بله چوپه هم را انتقال کړه


  • 2 کاله دمخه (27/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 826

سمسور نیوز (۵لړم۱۴۰۱) د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر پر خپل ټوېټر لیکلي، چې نن هم د افغان کډوالو یوه جوپه په دوو چارټر الوتکو کې د ټورنټو ښار ته ور رسېدلې ده.

نوموړی وایي، چې په تازه جوپې سره د افغان کډوالو ټولټال شمېر له ۲۳۵۰۰ کسانو واوښت.  

هغه دغه راز زیاته کړې، چې دې لړۍ ته به دوام ورکړي او د ۲۰۲۳ کال تر پایه به یې شمېر ۴۰ زرو ته ورسوي. 

کاناډا د پخواني افغان حکومت له پرځېدو او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته اعلان وکړ، چې ۴۰۰۰۰ افغانان به د کډوالو په توګه ومني.  

د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې د بشري حقونو او ښځو برخې فعالان، خبریالان، لږکي، افغانستان کې د کاناډا همکاران او همجنس بازان شامل دي.