کابل کې یو شمېر مېرمنو د طالبانو پر ضد لاریون کړی

کابل کې یو شمېر مېرمنو د طالبانو پر ضد لاریون کړی


  • 1 کال دمخه (29/10/2022)
  • خالد سهار
  • 725

د کابل ښار په تاییمني سیمه کې یو شمېر مېرمنو د نجونو ښوونځیو تړل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی دی. 

لاریونو کوونکې مېرمنې وايي، طالبانو ورسره د ښوونځیو پرانېستو په برخه کې ژمنې کړې وې، خو لا یې هم نه دي پوره کړي.

دوی چې د ملکې ثریا عالیې لیسې مخې ته راټولې شوې وايي، طالبان باید د دوی پر وړاندې روان ظلم پای ته ورسوي.

مېرمنو دغه راز له زده کړو څخه د نجونو محرومیت له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه وبلله او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ، چې د نجونو ښوونځیو د ژر خلاصون لپاره پر طالبانو فشار راوړي.  

د دوی په خبره، د نجونو ښوونځیو بندېدو څخه څه باندې ۴۰۰ ورځې تېرېږي؛ خو طالبانو لاهم د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي.  

لاریون کوونکې مرسل وايي، له وېرې او ډار پرته راوتي، تر څو د خپلو زده کړو حقونه له طالبانو واخلي.

نوموړې چې کتاب یې په لاس کې دی وايي:« طالبانو له هر دلیل پرته زموږ ښوونځي تړلي او موږ غواړو چې اوس ورڅخه د خپلو زده کړو حقونه تر لاسه کړو.»

په ورته مهال یوه بله لاریون کوونکې فریده وايي، طالبانو نه یوازې ترې د زده کړو حقونه اخیستي، بلکې له دوی څخه یې کاري حقونه هم اخیستي، چې اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړې وايي:« طالبان چې راغلي پر موږ یې ظلم شروع کړی، د زده کړو حقونه یې رانه اخیستي، د کار یې رانه اخیستي، د بیان ازادي یې رانه اخیستې او اوس غواړي چې موږ له هر حق څخه بې برخې کړي، موږ هیڅ وخت طالبانو ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ حقونه واخلي.»

د ښځو د حقونو فعاله بنفشه وايي، که طالبان همداسې پر ښځو بندیزونه ولګوي، نو د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې به یې له خاورو سره خاورې شي.

بنفشه پر نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې په دې برخه کې پر طالبانو فشار راوړي.

نوموړې وویل: « له نړیوالو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې په طالبانو فشار راوړي، ترڅو ښځو ته د زده کړو حقونه ورکړي، طالبانو تل هڅه کړې، چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، موږ نه غواړو چې د خپلو دوو لسیزو لاسته رواړنې له لاسه ورکړو.»

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په افغانستان کې نه یوازې له ښځو د زده کړو حقونه اخیستل شوی، بلکې د کار  حقونه هم نه دي ورکړل شوي.