وېسټ او عبدالله تلیفوني تماس؛ د نجونو ښوونځیو بیا پرانېستل د افغانانو غوښتنه ده

وېسټ او عبدالله تلیفوني تماس؛ د نجونو ښوونځیو بیا پرانېستل د افغانانو غوښتنه ده


  • 2 کاله دمخه (31/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 893

سمسور نیوز (۹لړم۱۴۰۱) د ملي پخلاینې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره تلیفوني خبرې کړې دي.   

ښاغلي عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دواړه لوري په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو د بیا پرانیستلو په اړه غږېدلي دي.

نوموړي د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل د افغانانو اړتیا او غوښتنه بللې او د امریکا د بشري مرستو څخه یې مننه کړې ده.  

دواړو لوریو ټینګار کړی چې د اوسنیو ستونزو د حل او په هېواد کې د سراسري ثبات د تامین لپاره واقعي بین الافغاني خبرو اترو ته اړتیا ده. 

په دې خبرو کې امریکایي لوري له افغانانو څخه د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.