د مرحوم استاد اولمیر په غږ کې د دې ملي ترانې ( دا زموږ زیبا وطن...) اوریدو سم لیونی کړی وم. څه د اواز خواږه ول، څه د کمپوز جادو وه، څه نایابه موسیقي وه ، څه د ماشومتوب سپیڅلي احساسات ول او څه د جلا وطنۍ سوزوونکي فضاء، دې ټولو په ګډه یو توپان جوړ کړی و او په عجیبو خیالونو کې به یې زنګولم.
چې کله به یې دا کړۍ راواخیسته: (( وايي په خاپوړو کې داسې ماشومان زموږ: دا مو د بابا وطن، دا مو د دادا وطن، په موږ باندې ډير ګران دی، دا افغانستان ...)
ما به ویل: آه خدایه، نو ولې دې د خاپوړو له ځمکې جلا کړو؟ ولې دې ترې دومره لرې کړو؟ ولې دې د خپلې خاورې د عطرو له بویه محروم کړو او...
د دې تلپاتې سندرې په مقطع کې د شاعر له نوم سره اشنا شوم، دا شاعر د افغانستان د ابادۍ، د ولس د بیدارۍ او یووالي ارمانجن مرحوم ملنګ جان و.
د خوږو نغمو زور :
کابل کې تازه تازه د واک په سر شخړو زور اخیسته، تاریخي کابل ورو – ورو د بدو ورځو په منځ کې راګیر کیده، په همداسې ورځو کې د پېښور په خیبر بازار کې سرحد بک ایجنسي ته ننوتلم. د ملنګ جان د دیوان پوښتنه مې وکړه، د کتاب پلورنځي مخې ته ولاړ یوه سړي راته ویل: دماغ دې ټیک دي؟ پاګل خو به نه یې؟
غلی شوم، ځان ته مې وکتل، د لیونتوب هیڅ نښه مې پیدا نکړه. خو هغه مې انتظار را لنډ کړ ویل یې: د ملنګ جان په کتاب دلته بندیز دی!
ملنګ جان د خپلې شاعرۍ لویه برخه د یوه لوی افغانستان لپاره وقف کړې وه. د هغوی پر ضد یې په اورنۍ شعري ژبه تبلیغات کول چې د ده د لوی وطن په خاوره یې خیټه اچولې وه او دا کار مقابل لوري ته د زغملو نه و.
خو کله چې د کابل پوځي طاقت په خپلمنځي غوبل کې اوبه شو. سپکې او درنې وسلې، ټانکونه او الوتکې کباړ شوې، اخوا ولیږل شوې، نو بیا د همدې بک ایجنسي مخې ته د نورو ګڼو کتابونو منځ کې ( د ملنګ جان خوږې نغمې) هم د سړک په غاړه خرڅلاو ته ایښې وې. ځکه چې نور له کابله خطر نه محسوسیده او نور د کابل زور اوبه شوی و.
ملنګ جان او د ولس بیداري:
د مرحوم ملنګ جان یوه ستره موخه د ولس بیداري وه. هغه پوهیده چې دا ولس هله نیکمرغه کیدای شي چې ویښ شي، د علم په رڼا یې سترګې پرانیستل شي او د نورې نړۍ ننداره وکړي. د نورو پرمختګونه وویني ، ګوندې دوی هم د ترقۍ تنده پسې راواخلي.
ملنګ جان د غفلت له خوبه د ولس د ویښتابه لپاره له ټولو غوره لاره د نورې نړۍ له حالاتو څخه د خلکو خبریدل ګڼل. خو زموږ په وطن کې لا تلویزیون فعالیت نه و پیل کړی او دا خبریدا ، اسانه نه وه.
افغانستان کې له تلویزیون څخه د سینما عمر لوړ دی. د صوتي او تصویري نشراتو پیل، آن اروپا ته د امیر امان الله خان له سفره سرچینه اخلي. امیر، چې کله د واکمنۍ په وروستیو وختونو کې ( ۱۹۲۸) اروپا ته یو اوږد سفر پیل کړ، نو یوه ډله فلم جوړونکي یې استخدام کړل چې د دې سفر ځینې برخې خوندي کړي. که څه هم له دې سفر څخه د امان الله خان له راستنیدو وروسته، د هغه واکمني پاتې نشوه او د یوه اباد هیواد ارمانونه خاورې شول، خو د همدې سفر ثبت شوې صحنې، لومړني فیلمي تولیدات ګڼل کیږي.
د سینما صنعت د محمد ظاهر خان په سلطنت کې پیل او وده یې وکړه. خو په ټلویزیوني دستګاه بیا د مرحوم داود خان د واکمنۍ په وروستیو کې کار وشو او نشرات یې د ثور له خونړۍ کودتاه وروسته پیل شول.
سینما، د مرحوم محمد ظاهر په واکمنۍ کې، له کابل سربیره، په ګڼو نورو لويو ښارونو کې فعالیت شروع کړی و او لیدونکي یې ورځ په ورځ ډيریدل.
ملنګ جان، له نورې نړۍ څخه د خلکو د خبریدو لپاره سینما مهمه ګڼله ، نو ځکه یې ویل:
ای پښتونه راشه کینه سینما ته
چې وضعیت د ټول جهان ښکاره شي تاته
نورو خلکو د کارو نه ځان خبر کړه
بیا دا خپل موجوده حال و ته نظر کړه
په دنیا کې هسې رنګه ډاکټران دي
په هر فن کې دوی غښتلي ماهران دي
خان ، ملک زما په غم کې د رشوت دی
شیخ صاحبان مې راته وايي جوړ قیامت دی
و مې نه لید، په خدمت کې خدمتګار ګډ
کاشکې نه وای د دې دهر په بازار ګډ
لنډ عمر او اوږدې هیلې:
د ننګرهار د بهسودو بلبل، چې ډير ژر یې خوږې نغمې د وطن تر ټولو سردرو ورسیدې، د وطن لپاره اوږده امیدونه لرل؛ خو په خپل ژوند بې باوره وه. لکه هغه ته چې خپل لنډ عمر معلوم وي:
(( نه به بهسود وي، نه به شعر د ملنګ جان غږیږي ))
د دې خوش الحانه بلبل عمر رښتیا هم لنډ و، ایله ۴۳ کاله یې دوام وکړ. ملنګ جان ، له خپل کوچني زوی دواجان سره، له نن څخه ۶۵ کاله وړاندې، د کابل – جلال اباد پر لویه لاره، ظاهرا په ټرافیکي پیښه کې شهید شو او د لوی افغانستان د جوړیدو ارمان یې ګورته ویوړ.
د بې تفاوته ولس، غمخوار شاعر:
ملنګ جان ته خپل ولس ( لر او بر ) بې حده ګران و، داسې چې خپل یواځنې زوی دواجان یې هم ترې ځاروه:
(( ستاسو ځانونو ځینې ځان مې ځار شه - ستاسو بچو نه دوا جان مې ځار شه))
خو...
له پخوا څخه مې ، د خپل ولس او وطن په غم کې د غرق ملنګ جان، مزار له نږدې څخه د لیدلو او بیا هلته د هغه ستړي روح ته د دعا کولو سره سخته علاقه وه. څو کاله وړاندې مې دا هیله پوره شوه. له ځینو ملګرو سره یو ځای یې مزار ته لاړم.
د مزار صحن له دوړو ډک و. د مزار مرمرینې ډبرې یې ماتې او ټوټه ټوټه وې. دې حالت سخت خواشینی کړم. ما ویل هغه چې له خپل ولس سره د جنون تر حده مینه لرله، په خپل ولس کې یې دومره څوک پیدا نکړل چې حد اقل له دغه مزاره څارنه وکړي.
ما ویل: (( کاش کې نه وای، د دې دهر په بازار ګډ ))