سمسور نیوز (۱۱لړم۱۴۰۱) رویټرز د کاناډا د کډوالو وزير شان فريزر په حواله ویلي، چې کاناډا به له ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې نږدې ۱.۵ ميلیونه کډوال ومني.
د کاناډا دغه نوی پروګرام د کډوالۍ په برخه کې بېساری بلل شوی دی.
د دې پروګرام له مخې به په ۲۰۲۳ کال کې ۴۶۵ زره، په ۲۰۲۴ کال کې به ۴۸۵ زره او په ۲۰۲۵ کال کې به بيا ۵۰۰ زره کډوال کاناډا ته ولېږدول شي.
د کډوالۍ د منلو د دغه پروګرام هدف هلته د کاري ځواک کمښت او له هغو کسانو سره مرسته کول دي، چې د جګړې او خطر له امله له خپل هېواده د تېښتې په حال کې دي.