محمد نبي په خپل استعفا لیک کې لیکلي دي چې له کرکټ بورډ او د غوراوي د کمېټې له غړو سره ښه همغږي نلرله: «دا د یادونې وړ بولم چې له تېر یو کال راهیسې د لوبډلې چمتووالی هم هغسې نه وو شوی څه ډول چې په کار وو او د یوه لوبډلمشر په توگه زما پرې اصرار وو او نړیوالو سیالیو ته برابرې لوبډلې ضرورت وو او تر څنگ یې وروستیو څو سفرونو کې د بورډ د منجمنټ، غوراوي کمیټې او زما په یوه نظر نه اوسېدل هم د ټیم بیلانس ته زیان رسولی وو.»
ممکن د پردې تر شا نور دلایل هم وي، خو زه چې خبر یم د اختلاف یو مهم ټکی دا و چې محمد نبي د نړیوال جام په سکواډ کې «ډېر هغه نوي ځوانان نه غوښتل چې لا لویو سیالیو کې لوبېدلي نه وو او دا نړیوال جام یې داډول اولې سیالۍ وې». ټېنګار دا و چې دا نوي ځوانان به آهسته آهسته لوبډلې ته راوستل کېږي خو د نړیوال جام لپاره باید نسبتآ لږ مجرب لوبغاړي غوره کړل شي. دا نظر یې مسلکي دی.
سکواډ؛ ستونزه چېرې ده؟
د یو هېواد د کرکټ بورډ لپاره لویه ستونزه ملي لوبډلې ته د سکواډ [هغه لوبغاړي چې یوې سیالۍ یا ټورنمنټ ته غوره کېږي] برابرول دي. په نورې نړۍ کې هم داسې بېلګې شته چې د سکواډ په سر د بورډ او د لوبغاړو د غوراوي کمېټه له کپتان سره په ځینو مسائیلو کې د نظر اختلاف لري او دا اختلافات د کپتانانو د استعفا لامل هم کېږي.
په وروستیو کې یې ښه مثال د ویرات کوهلي دی چې بورډ سره یې د همغږۍ له نشتوالي سر ټکاوه او همدغه راز د بنګله دېش او سري لانکا لوبډلې هم داسې ستونزې لرلې او لري...
په تېر نړیوال جام کې راشد خان هم چې استعفا وکړه یو غټ علت یې همدا و چې د غوراوي کمېټې د هغه د خوښې سکواډ ونه ټاکه او هغه د د کمېټې له لوري د غوره کړل شوي سکواډ له کپتانۍ څخه انکار وکړ.
ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې کپتان او روزونکي په سکواډ کې یو ډول لوبغاړي غواړي او اداره یې بل ډول. البته دواړه به خپل دلایل هم لري.
سکواډ باید د لوبغاړو د خارجي او داخلي داومداره کارکرددګۍ، تجربې، فټنس او ډسپلین په اساس وټاکل شي.
د سکواډ ټاکل د غوراوي کمېټې مسئولیت دی خو د روزونکو او کپتان نظر په کې مهم او شرط دی. کپتان او روزونکو معمولآ هاغه لوبغاړي غواړي چې فکر کوي هم ورته لوبه کولای شي، هم یې خبروته غوږ ږدي، هم ستونزې نه جوړوي او «هم یې حق» دی چې باید ولوبېږي. طبعي ده، چې اداره به هم په خپل معیار لوبغاړي ټاکي.
هو، دلته یوه خبره د یادولو ده چې باید د لوبغاړو د غوراوي په کمېټه کې ډېر مجرب کسان ناست وي او د کرکټ په هر اړخ اګاه وي او د خپلې لوبډلې او د خپلو سیالانو د قوت، ضعف، شهرت او حیثیت په اړه دقیق او پوه وي او ذره بین یې په لاس کې وي او هر څه دقیق وڅاري. او کله چې سکواډ ته لوبغاړي غوره کوي، باید د وطن ګټې په پام کې ونیسي او مستحق، مجرب او وړ لوبغاړي وټاکي او باید د روزونکو او کپتان سره ښه همغږي ولري او هېڅ داسې زمینه دې برابره نکړي چې د دواړو خواو ترمنځ دې بې باوري پیدا شي او همغږي ختمه شي.
ایا استعفا د حل لار ده؟
رهبران په سختو ورځو کې سختې پرېکړې کوي. هېڅ یو مشر نغواړي چې مشری پرېږدي مګر چې ډېر مجبور شي. مشران باید ستونزې مشخصې کړي، د حل لارې ورته ولټوي او ستونزه دایمي ورکه کړي. دا هرڅه هغه وخت کېږي چې قوي اداره، قوي ټیم او قوي همغږي موجوده وي. له هرې لوبې وروسته د ماتو په علتونو او د ستونزو په حل خبرې وشي، د یو بل خبرې او وړاندیزونه واورېدل شي او په ګډه د حل لار ورته ولټول شي.
په دې ټولو کې اعتبار او ګډ کار کول ډېر مهم دي او دا هغه وخت کېږي چې ټول ملي ګټې تر نورو ګټو غوره وګڼي او یو ښه کاري ټیم موجود وي. که داسې نه وي، استعفا یې یوه لار ده خو د حل دایمي لار نه ده. مګر کله ناکله ځینې استعفاګانې د ډېرو مثبتو تغیراتو لامل هم کېږي.
حل لاره
کرکټ بورډ او د غوراوي کمېټې ته ښايي چې د محمد نبي د نورو وړاندیزونو تر څنګ هغه درې مشخص وړاندیزونه په پام کې ونیسي، دا ستونزې دې بیخي له بیخه ورکې کړي او د کپتان، رووزنکو او ادارې ترمنځ باید قوي اعتبار او همغږي رامنځ ته شي.
دلته یوه خبره ضروري ده چې داسې باید ونشي چې د لوبغاړي هره «خبره باید د کاڼي کرښه وګڼل» شي، باید کپتان او مشران هم په ځینو برخو کې له بصیرت او حکمت څخه کار واخلي او اوږد فکر وکړي. دلته مې اشاره د «پلایر پاور- د لوبغاړو زور او ځواک» ته ده، چې هغه جلا بحث دی، باید په هېڅ هېواد کې داسې نه وي چې د لوبغاړو په خوښه دې هر څه مخې ته یوړل شي، دا کار د هېواد په زیان وي. باید ټول اصولو او قوانینو ته درناوی ولري.
نوی کپتان او شرایط
شک نشته چې د افغانستان د ملي لوبډلې په اوسنیو لوبغاړو کې «ځینې» لوبغاړي شته چې د کپتانۍ وړتیا لري او تر ټولو لومړی یې راشد خان دی. چې راشد خان وي، غوره انتخاب دی. اوبه چې وي تیمیم ته ضرورت نشته.
د نورو هېوادونو کپتانان چې ټاکل کېږي درې مرحلې ورته په پام کې نیول کېږي.
اوله مرحله یې شپږ میاشتې یا یو کال وي
دویمه مرحله یې له یوه څخه تر دوو کلونو پورې
او درېیمه مرحله یې له دوو او څلورو یا پنځو کلونو پورې وي.
د دې مرحلو هدف څه دی؟ هدف دا دی چې کپتان باید د دریو او پنځو کلونو لپاره وي چې د لوبډلې ترکیب، موجوده او اینده پلانونه جوړ کړي او چې بیا استعفا هم کوي خپل ښه ځای ناستی هېواد ته وړاندې کړي.
نور هېوادونه همداسې کوي، تاسو د هند، پاکستان، استرالیا، انګلنډ او نور هېوادونه وګورئ چې کپتانان یې څو کاله مسلسل مشران وي او تر هغه وي چې لوبډله ښه په پښو درېدلې نه وي.
د افغانستان د کرکټ یوه ستونزه زما په نظر دا ده چې کپتان ټاکل کېږي، خو «زماني قید» ورته نه ټاکل کېږي او هرکله بدلېدای رابدلېدای شي چې دا ښه کار نه دی.
بله خبره دا ده چې باید کپتان ته مسئولیت او صلاحیت دواړه ورکړل شي. که کپتان مسئول ګڼل کېږي باید صلاحیت هم ولري او د لوبډلې په ترکیب او جوړښت کې یې هم نظر په پام کې ونیول شي.
روزونکی/روزونکي بله ستونزه ده چې وخت ناوخت کپتان ورسره ګډ کار نشي کولای. اداره باید دا مسائیل هم په پام کې ونیسي. البته، اداره او کپتان/لوبغاړي د یو بل لازم او ملزوم دي، اداره به اصول ټاکي او کپتان او لوبغاړي به دغو اصولو ته د وطن د ګټو لپاره درناوی کوي.