لنډه کیسه: سیکه/ګل‌رحمن رحماني

لنډه کیسه: سیکه/ګل‌رحمن رحماني


  • 2 کاله دمخه (07/11/2022)
  • ګل رحمن رحماني
  • 1232

په مخکني سېټ کې ورسره څنګ په څنګ کېناستم، موټر حرکت وکړ او له خپل ملګري سره مې وروستۍ خبره بشپړه کړه، هغه د شا سېټ کې له دوو نورو کسانو سره ناست و، د څنګ ملګری مې راته څک شو، مخامخ مې ورته وکتل، په ږیره کې یې سپین او تور وېښته  ګډوډ او سره برابر و، ژورې ځیرکې سترګې او ببرې وروځې یې درلودې، سپينه خولۍ یې هم پر ټنډه را ښکته  وه، په ځير یې راته وکتل

څنګه یې وطنداره؟

ځواب مې ورکړ

ښه یم، مننه، څنګه مې پېژنې؟

له خبرو مې وپېژندې، ولایت خو دې را معلوم شو، ولسوالي دې وایه، د کومې ولسوالۍ یې؟

د ولسوالۍ نوم مې ورته واخیست او سم له واره یې زموږ د ولسوالۍ د لسو کلیو نومونه راته واخیستل، څو ماته وښيي چې هلته بلد دی او بیا مې چې ورته د خپل کلي نوم واخیست، نو د څو مخورو کلیوالو نومونه یې هم راته واخیستل، ما هم د هغه د کلي څو ځانګړنې ورته وویلې، د تاریخي کلاوو  او برجونو نومونه مې ورته واخیستل، هلته په خزانو پسې د شوو  کیندنو مې ورته وویل، ددې په اورېدو سړی غلی شو،  یوازې دومره یې وویل « دا مې پنځه ویشتم کال دی چې له خپل کلي دلته را کډوال شوی یم، هلته مې ډېر څه سم  په یاد نه دي»

            بېرته مې له ملګري سره بحث ته دوا م ورکړ، خو هغه بیا په خبرو کې را ولوېد

دا بل ملګری دې هم وطندار دی؟

هو، ملګري یوو

په دې ولایت کې څه کوی؟

همدلته دنده لرو، سره همکاران یوو؟

چېرته؟

همدا چې را وختو، همدې پوهنتون کې؟

کورونه مو همدلته دي؟

همداسې یې وبوله، خو له وطن سره هم تګ راتګ لرو، ستا په څېر له یوې مخې ورڅخه نه یوو راغلي؟

یو څه فاصله مو چوپه خوله ووهله او بیا مې ورڅخه وپوښتل:

 

ته څه دنده لرې؟

زه بېسواده یم، هېڅ دنده نه لرم وطنداره.

نو په دې ماښام چېرته روان یې؟

په سختۍ یې شاته کسان له سترګو تېر کړل او لکه کوم راز چې وايي غلی یې ځواب راکړ

 

له تاسې یې څه پټه، وطنداران یوو، زه د غمیو، قېمتي کاڼو او پخوانیو سینګار توکو کاروبار کوم، همدا اوس مې هم له یو چا سره وعده اېښې وه، سودا مو ونه شوه، شی کم اصل و.

ملګري مې د هغه په لاس کې ګوټې ته اشاره وکړه او ویې پوښتل

 

ددې ګوتې غمی دې هم اصل دی؟

هو، خو اوس زوړ شوی او سولېدلی دی، دا شل کاله زما په ګوتو ده، ورو یې وویل: ورکوه یې زړه ده. بیا یې ګروپ ته نږدې کړه، غمی یې وځلېده. بېرته یې خوله یو څه را نږدې کړه: رښتیا  نه مې غوښتل چا ته د خپل کار په اړه ووایم، په دا دېرشو کلونو کې هېڅوک هم نه دي را باندې پوه شوي چې زه څه کوم؟

ملګری مې له خپل کور سره ښکته شو، زه شاتني سېټ ته راغلم او  د هغه په ګوتو کې مې ګوتې او غمي له سترګو تېر کړل، د موټر د سېټ  لګېدلي څراغ ته  ښکلي ورسره ښکارېدل،  ورڅخه ومې پوښتل

 

کاروبار دې ښه دی، څه لاس ته درځي؟

بس خپل قسمت وړو، په همدې مې ګوزاره روانه ده، له همدې برکته مې ګڼ ولایتونه او سیمې لیدلې، د کاني سیمو په بوی او رنګ پوهېږم، دلته او کابل کې مې د همدې پیسو له برکته دوه کورونه اخیستي دي. اولادونه مې مکتب ته ځي، بس څه چې قسمت وي، دا کار ډېره سرګرداني لري، د سیکې په څېر به ګرد تاوېږې.

تر ټولو ګران بیه سودا دې څومره وه؟

هېر مې دي، ورکوه یې، یوه تېروتنه به درته ووایم، وطندار یې، وطندار خو د ورکې سیکې غوندې وي، په موندلو یې خوشحالېږي. کلونه وړاندې مې یوه ډېره ګران بیه او تاریخي سیکه هسې د پاولي یا کلیمه دارې روپۍ په بیه ورکړه، کاش چې ملي موزیم ته مې سپارلې وی، هسې یې هم کوم کس قېمت نه شو  را کولی،  د موزیم وړ وه،  اوس به د تاریخ ډېرې کیسې ترې جوړې وې.

یاني ډېره مهمه وه؟

هو، هغه مهال چې دا سیکه جوړه شوې وه، د نړۍ له پیدایښت ایله شپېته کاله تېرېدل، فقط شپېته، نور نو خپله حساب وکړه چې څومره قدیمه به وي، نه پوهېدم، ما فکر کاوه چې په سیکه خو د پاچاهانو عکسونه وي، په هغه سیکه د کوم پاچا عکس نه و، وروسته پوه شوم چې ګران بیه شی مې له لاسه وتلي دی، لکونه قېمت یې درلود، اوس ورته زیات ځير یم، سیکې او غمي دقیق ګورم، خو هغه له لاسه تللې سیکه د نړۍ له پیدایښت ټیک شپېته کاله وروسته جوړه شوې وه.

نور غلی شو، په څېره یې کې پرېشنايي لیدل کېده، لکه په خپله بایللې سیکه پسې چې له زړه نه خپه وي، موټر وروستي تم ځای ته ورسېد، د کرایې د  ورکړې پر مهال یې ګروپ روښانه کړ، پیسې یې ورکړې، کړنګ شو،  یو پنځه ګون ورنه پر سړک  پرېوت، موټر حرکت وکړ، خو هغه په تیاره کې په ملا کړوپ شو، په پنځه ګون  پسې يې موبایل روښانه کړ  او زه یې مخاطب کړم : غم لړلې تیاره یې کړې، سیکه وه، د پنځه ګون سیکه، ورځه ستا دې په مخه ښه شي،  خو  زه چې تر څو خپله ورکه سیکه پیدا نه کړم، له دې ځایه نه ځم.