کډوالو اداره: له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

کډوالو اداره: له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو


  • 2 کاله دمخه (07/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 713

سمسور نیوز (۱۶لړم۱۴۰۱) په افغانستان کې د ساړه او سخت ژمي په اړه له راپورته‌شویو اندېښنو وروسته، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، د دې هېواد له اړمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.  

د ملګرو ملتونو د دې ادارې (IOM) د افغانستان د څانګې دفتر ویلي، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان به په افغانستان کې له بېوزلو کسانو په ځانګړې توګه د ښځو، معلولینو او د لویانو د درملنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

IOM دا هم ویلي چې د دوی مرستې به د ملګرو ملتونو، د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې او د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ کې وویشل شي.