د کیېف ښاروال: د برېښنا پرې کېدو په صورت کې باید میلیونونه کسان له پلازمېنې وتلو ته چمتو اوسي

د کیېف ښاروال: د برېښنا پرې کېدو په صورت کې باید میلیونونه کسان له پلازمېنې وتلو ته چمتو اوسي


  • 2 کاله دمخه (07/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 782

سمسور نیوز (۱۶لړم۱۴۰۱) ‏د اوکرایین پلازمېنې کیېف ښاروال 'ویتالي کلیچکو' وايي، که پر دغه ښار برېښنا په بشپړ ډول پرې کېږي، نو اوسېدونکي یې باید وتلو ته چمتو واوسي.

له تېرو څو اوونیو راهیسې میلیونونه اوکرایینیان له دې کبله په وقفه يي ډول د برېښنا او اوبو له پرچاوۍ سره مخ دي چې روسي ځواکونه یې پر مهمو تاسیساتو هوايي بریدونه کوي.

کیېف کې برېښنا د دې لپاره هم په نوبتي ډول پرچاوېږي‌ چې پر سیستم د اضافه بوج مخه ونیول شي او همدا راز ترمیماتي کارونه پکې ترسره شي.

روسیې لخوا د اوکرایین پر برېښنا کوټونو او مزو د پرله پسې بریدونو له کبله د انرژۍ سیستم شاوخوا ۴۰ سلنه برخه ویجاړه شوې ده.