د سالمې ادارې ځانګړنې - عاصم‌الله عابد

د سالمې ادارې ځانګړنې - عاصم‌الله عابد


  • 1 کال دمخه (08/11/2022)
  • عاصم الله عابد
  • 1211

د ګډ هدف ترلاسه کول او د بشري ځواک ښه  همغږي کول او رهبري کول په سالمې ادارې پورې تړلي دي،چې سالمه اداره لاندې ځانګړنې لري:

۱ـ کار په کې اهل کار ته وسپارل شي.

۲- تشکیل په کې له ټولو اداري اړتیاو سره سم او د ادارې د اصلي اهدافو او دندو سره هم غږی وي او په اداره کې د تشکیلاتي پړسوب څخه مخنیوی وکړي.

۳ـ اداري اهداف په کې په صمیمانه ډول ترلاسه شي.

۴ـ د ټولنې مثبت کلتوري ارزښتونه په کې پالل شوي وي.

۵¬- د کارمندانو او مدیر ترمنځ په شخړې او تفرقې نه وې موجودې او ټول بشري ځواک په صمیمانه ډول خپلو چارو ته رسیده ګي کوي.

۶ـ له کاري تقلب، استفاده جويي، رشوت اخیستلو او بیروکراسۍ څخه پاکه وي.

۷ـ په اداره کې د ټولو اداري اصولو، قواعدو او مقرراتو څخه پیروی لازم وي.

۸ـ هغه اداره سالمه ده،چې همغږي، د کنترول او رهبرۍ ښه سیستم په کې موجود وي او د مدیریت له ټولو اصولو څخه په کې کار اخیستل شوی وي.

۹ـ هغه اداره سالمه ده، په کومه کې چې د ادارې د مسؤلینو او امرینو ترمینځ د همکارۍ حس موجود وي او د سلسله مراتبو په پام کې نیولو سره د هر شخص او هرې شبعې دندې او مسؤلیتونه مشخص شوي وي.

۱۰ـ چې د کارکوونکو په انتخاب، انتصاب او تغیر کې د ادارې د مهمو اصولو څخه کار واخیستل شي، لکه د تعادل اصل، تخصص، مؤثریت، ممثریت، انساني اړیکې او د ادارې سلسله مراتبو مراعتول.