هند او روسیه د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کوي

هند او روسیه د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کوي


  • 2 کاله دمخه (08/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 838

سمسور نیوز (۱۷لړم۱۴۰۱) د هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کوي. 

د راپورونو پر اساس، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به نن په مسکو کې د خپل هندي سیال جي‌شنکر سره د افغانستان د وروستي وضعیت او د اوکراین د جګړې په اړه بحثونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه جوړه شي؛ خو د ا.ا استازي ته په‌کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.    

سرپرست حکومت وایي، دغه ناسته د دوی د استازي له شتون پرته نیمګړې ده او پر تعامل به منفي اغېز وکړي.