لیکواله: ندا اسحاق
موږ ته به یې په ماشومتوب کې ویل چې زموږ پر یوې اوږې پرښته او بلې بلې شیطان ناست وي. بیا به یې ټول ژوند کې موږ ته همدا درس راکول کېده چې چې باید له شيطان څخه ځان لرې وساتو یا د هغه خبره ونه منو او څومره مو چې وس وي، شیطان وځپو.
موږ ته به ویل کېدل چې غوسه، هوس، لېونتوب، حرص، وېره او ... ټول شیطاني ځواکونه دي چې باید ورته تسلیم نه شو او ورسره مقابله وکړو. زه نن غواړم د یو شیطاني ځواک! په توګه پر غوسه له تاسې سره خبرې وکړم.
تاسې به پام کړی وي چې له کورني نظام څخه نیولې حتا د حکومت د قوانینو تر کچې پورې هر ځای له موږ څخه همدا توقع کېږي چې موږ دې ښه سلوک ولرو او د اصولو او قوانینو پابند دې اوسو. په ځانګړې توګه په ماشومتوب کې مور و پلار او ټولنه ماشومانو ته د هغوی د تورو احساساتو Dark Emotions د ښکاره کولو اجازه نه ورکوي. که چېرې ستاسې په داخل کې موجود شیطان! تاسې وځپئ، تحقیر یې کړئ او خبره یې ونه منئ، نو هغه په عقدوي کېږي او بیا له تاسې څخه په بله بڼه بدله اخلي. دې شیطان ته ارواپوه کارل يونګ Carl Jung سیوری Shadow وايي.
کله چې موږ په خپل داخل کې ناست شیطان او د هغه شیطاني ځواکونو ته بد رد ووایوو او په اصطلاح بې عزته یې کړو، نو دا شيطان ځي او زموږ په لاشعور Subconscious کې او د ډېر سپکاوي او بې عزتۍ په صورت کې نااشنا ذهن Unconscious Mind کې چې هلته له لاشعور څخه هم ډېره تیاره ده، پټېږي، او د بدل اخیستو لپاره د موقع په انتظار وي. موږ چې پر شيطان څومره غوسه، لعنت و ذلت ویلای وي، زموږ دماغ هڅه کوي چې زموږ دغه شيطان او شيطاني ځواک د لاشعور او نااشنا ذهن په ژورو تیارو کې ښخ کړي. خو پوښتنه دا ده چې آیا په دې رټنې او ترټنې او په دې تیارو کې ښخېدو سره موږ له دې شيطان څخه خلاصی مومو؟ آیا زموږ دغه شیطاني احساسات په دغو تورو تیارو کې ښخېدو سره له منځه ځي؟
غوسه یو داسې احساس دی چې انسانان یې په جنسیت پورې تړي. یو جنس پر ځان غوسه کول او د غوسې ښکاره کول واجب کړي دي، د دې جنس غوسه د هغه د ځواکمنتيا ښودنه ده. د انسان دا جنس چې غوسه یې خپله خاصه ګرځولې، له مقابل جنس نه هیله لري چې هغه باید غوسه ونه کړي، که څه هم هغه دې د غوسې په اور کې سوځي، خو دا چې غوسه کول یې خاصه نه ده، باید ویې نه کړي.
زه، شخصاً، غوستې ته له یوې مختلفې زاویې څخه ګورم. په دې کې شک نه شته چې په ټولو شيطاني ځواکونو کې ډېره زیاته توانايي موجوده وي. په همدې خاطر ورسره جنګېدل هوښیارتیا نه ده او کله چې یو شيطاني ځواک ستاسې د وجود برخه وي، کله یې چې ستاسې په اندرون کې ځای نیولی وي، نو هغه سره به جګړه څنګه کوئ، آیا له ځان سره جګړه ممکنه ده؟
یو شی دی، چې که موږ له شیطاني ځواکونو یا ځان سره جګړه نه شو کولای، خو دا توانايي لرو چې شيطاني ځواکونه په خپل کنټرول کې راولو او زده کړو چې څنګه ترې د خپلو موخو لپاره ګټه واخلو.
زه غوسه د طبیعي نفتو په څېر ګڼم. که دا نفت اول وپېژندل شي، بیا په سمه طریقه استخراج شي او د کارولو لپاره تنظیم شي، نو انسان به پرې ډېر شتمن شي. غوسه هم د دغسې نفتو یو ډول ده او که کنټرول شي، نو انسان پرې شتمن کېدای هم شي.
د غوسې د ښکاره کېدا لومړی حالت:
دا د هغو خلکو حالت دی چې غوسه یې په لاشعوري توګه ځپل شوې وي. دا زیاتره په ښځو کې موندل کېږي. (په ځینو نارینه وو کې هم غوسه ځپل شوې وي) هغه خلک چې د غوسې په مقابل کې د توانایۍ په دغه حالت کې اوسي، هغوی ته په سايکولوژیکي لحاظ Passive Agressive وايي. ښځې زیاتره په کورونو کې یو بل باندې د دغسې دردېدلې یا ځپل شوې غوسې اظهار کوي، دا ډول خلک په ښکاره ډول د خپلې غوسې او ځپل شویو احساساتو څرګندونه نه شي کولای، دا ډول انسانان د خپلو ځپل شویو احساساتو له خوا له دننه څخه خوړل کېږي. که تاسې د دې لېول خلک یاست، نو سمدستي په خپل اندرون کې مرور او رټل شوی شیطان راویښ کړئ، ورسره وګورئ او خبرې ورسره وکړئ. هغه کوټه چې تاسې په کې خپل دغه شيطان (غالباً له ماشومتوب راهیسې) تړلی دی، خلاصه کړئ چې هغه ترې راووځي، په تازه هوا کې ساه واخلي.
د غوسې دویم حالت
(د غوسې د لومړني حالت په اړه زه ډېر معلومات نه لرم، ځکه چې زه خپله زیاتره دویم حالت تجربه کوم او په دې حالت کې اوسم. ما هېڅکله د خپلې غوسې په اظهار کې کنجوسي نه ده کړې، او زیاتره ترې تاواني شوې هم یم.)
زیاتره نارینه په دې دویم حالت کې اوسي.
اوس ستاسې شیطان راويښ شوی دی، له کوټې د تازه حوا اخیستلو لپاره راوتی هم دی. خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ستاسې شیطان خپله نه دی راپورته شوی، بلکې تاسې راپورته کړی دی. د دې مانا دا ده چې دا مهال ټول (تاسې او ستاسې احساسات) په شعور کې یاست. کله چې هم زموږ د تیارو احساساتو ته د ښکاره کېدا فرصت برابر نه شي، یا یې هم موږ ورټو او رد یې کړو، نو هغوی بیا زموږ پر معاملاتو باندې اثر کوي، او د خپل ځان د راښودلو هڅه کوي. نو موږ ته یې په دې صورت کې د ګټې پر ځای زیان رارسېږي.
کله هم چې تاسې د خپلې غوسې اظهار کوئ، نو خلک له تاسې څخه وېرېږي، او د خلکو ډار تاسې ته د ځواکمنتیا احساس درکوي. له دې وروسته نو تاسې نه وېرېږئ او د غوسې په ښکاره کولو کې هېڅ تامل نه کوئ، که چېرې چېرته ستاسې له غوسې څخه څوک ونه وېرېږي، نو تاسې حتا ځانته دا اجازه هم ورکوئ چې هغه څو څپېړې ووهئ او یا هم نور مخکې لاړ شئ.
په دغه حالت کې تاسې د خپل دماغ د تصور کولو ځواک Imagination Power په ښه ډول کارولای شئ. د بېلګې په توګه که تاسې غواړئ چې د خپل غوسې شدت محسوس کړئ، نو تصور وکړئ چې تاسې په خپلې غوسې ټولې دنیا ته اور ورته کړی دی، دنیا نه، بلکې ټول کاینات مو اور ته نیولي دي او تاسې ورته ولاړ یاست او ننداره یې کوئ چې څنګه کاینات ستاسې د غوسې په اور کې سوځېږي او څنګه په ایرو بدلېږي. د اعصابو پوهان وايي چې انساني دماغ دا خاصیت لري چې د واقعي تجربې Real Experience او تصوري تجربې Imaginary Experience ترمنځ توپیر نه شي کولای. زموږ دماغو لپاره دواړه تجربې یو شان دي، نو په دې خاطر د غوسې په دې حالت کې تاسې کولای شئ له دې تصوري تجربې څخه ګټه واخلئ.
خو په یاد ولرئ چې په دې حالت کې د ډېر وخت لپاره مه پاتې کېږئ، ګنې د خپلې غوسې په اور کې به په خپله هم وسوځئ او دا نه ده معلومه چې په دې حالت کې په پاتې کېدو سره به تاسې څومره وخت وروسته د خپلې غوسې په اور کې ایره شئ.
موږ انسانان یوو او موږ ته دا چل راځي چې له وسایلو څخه څنګه ګټه واخلو. غوسه هم یوه وسيله ده، نو موږ ته پکاره دي چې له دې وسیلې څخه د خپلو موخو لپاره کار واخلو، نه د دې لپاره چې ځان او جهان پرې ایره کړو.
زه چې کله په دغه حالت کې وم، نو دغه وسیله یا طبیعي نفت به مې د نورو د وېرولو یا هم د نورو د کنټرول لپاره ضایع کول، ځکه چې زه بېشعوره وم (د ډېرې غوسې یو زیان دا دی چې یو وخت داسې هم درباندې راځي چې تاسې غوسه نه شئ کنټرولای، بلکې غوسه تاسې کنټرولوي، غوسه ستاسې پر کمزورۍ بدلېږي او په دې ډول خلک ستاسې له دې کمزورۍ څخه ګټه اخلي.) کله چې مې لږ شعور پیدا کړ، نو ما هم د خپلې ځاني روغتيا په پار د غوسې کارول پیل کړل.
په دې برخه کې ما سره فزیکي تمرین ډېره مرسته وکړه، د دې پر ځای چې زه خپله غوسه خپل ځان او نورو ته په عذاب بدله کړم، نو د خپلې ځاني روغتیا لپاره مې ترې ګټه اخیستل پیل کړ. تاسې هم په دې ډول خپله هڅه پیل کړئ، زه باوري یم چې د فزیکي تمرین په کولو سره تاسې خپله غوسه د خپلې ځاني روغتیا لپاره په موثره توګه کارولای شئ.
د غوسې درېیم حالت
اوس نو لږ نور هم ژورو ته ورشئ ....
غوسه یوه بدوي جذبه Primitive Emotion ده. فیلسوف سینیکا ویلي دي چې موږ انسانان د نورو څارويو په څېر نه یوو. زموږ اړتیاوې له نورو څارويو څخه توپیر لري. موږ نه شو کولای چې د خپلې غوسې پرتله د نورو څارويو له غوسې سره وکړو. موږ یو ټولنیز مخلوق یوو او همدا لامل دی چې زموږ د اوسېدو اصول د نورو څارويو په څېر نه دي، ځکه موږ منطق او استدلال لرو. همدا زموږ. دځواکمنتيا نښې دي چې په واسطه يې پر خپلې غوسې کنټرول موندلی شو. نور کوم جذبات چې نور څاروي لري، موږ یې هم لرو. اوس پوښتنه دا ده چې د دې جذباتو ښکاره کول هم ښه نه دي، ځپل یې هم ښه نه دي، نو اخر پرې وکړو څه؟
په موږ کې یو بل ډېر ځواکمن تخنيک هم شته چې موږ د شيطان او پرښتې! ترمنځ له دې جګړې څخه ژغورلی شي، هغه زموږ د مشاهدې توانايي ده. که چېرې تاسې دا توانايي لرئ چې ستاسې له داخل څخه راپورته کېدونکي جذبات یا تاسې سره ستاسې له اندرون څخه راپورته شوې یو ټروما مخ کېږي او تاسې یې مشاهده کولای شئ، درک کولای یې شئ، او بیا دا توانايي ولرئ چې هغه تر حله ورسوئ، او یا دا چې په خپل داخل کې یې په داسې ډول حل کړئ چې نه یوازې پر عقدې بدل نه شي، بلکې تاسې ته تخلیقي توانايي درکړي، نو بېشکه چې تاسې ته انسان ویل کېږي. ځکه چې تاسې دا توانايي لرئ چې د غوسې جذبات په خپل قابو کې راولئ او تاسې هم په خپل اصلي حالت کې پاتې شئ.
ميډيټيشن یا مراقبه هم یوه ځواکمنه لار ده چې په واسطه یې خپل جذبات مشاهده کولای شو. پر دې سربېره (د خپلو جذباتو) ژورنالېنګ یا باقاعده لیکنه کول هم یوه تر ټولو غوره لار ده. دا کار شونی دی، خو دا تاسې پورې اړه لري چې څنګه خپل جذبات مشاهده کړئ او بیا یې هماغسې حل ته ورسوئ.
زه په غوسه کې مراقبه نه شم کولای. زه لیکل کوم. زیاتره خپل د غوسې حالت د خپلې یاداښتونو په کتابچه کې لیکم، یا یې هم د یوې مقالې په توګه لیکم، ټولې هغه مقالې چې ما د غوسې په حالت کې لیکلي دي، ډېرې خوښې شوي دي او شاید چې خلکو ته یې خیر هم رسېدلی وي. (تاسې هغه مهال خپل د غوسې جذبات تر کاغذه رسولی شئ کله چې تاسې لومړی پر هغو کنټرول تر لاسه کړئ او بیا ورسره په شعوري حالت کې پاتې شئ. زیاتره خلک د غوسې په حالت کې ناوړه الفاظ کاروي، یا هم کنځلې کوي، پام مو وي چې دا ناوړه الفاظ یا کنځلې مقالې ته ونه رسوئ)
غوسه نه بده ده او نه هم ښه، دا یوه جذبه ده او ددې جذبې د ښکاره کولو طریقه ستاسې پر ژوند اثر پرېباسي. غوسه د نفتو په څېر ده، کولای شي تاسې سره مرسته وکړي او د خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره مو تحریک کړي. او دا هم امکان لري چې تاسې د دې نفتو سم کارول نه وي زده، نو تاسې، ستاسې ژوند او شاوخوا کې نور خلک هم درسره وسوځوي.