سمسور نیوز (۲۱لړم۱۴۰۱) د ازبکستان ولسمشر د افغانستان اوسنی وضعیت پېچلی او د اندېښنې وړ بللی دی.
نوموړي په سمرقند کې د ترک دولتونو په غونډه کې ویلي، له اوسني وضعیت مثبت لور ته باید د افغانستان سېخ کول له یاده ونه ویستل شي.
هغه ټینکار کړی، چې باید د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یوه ګډه تګلاره جوړه شي.
بلخوا د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د دې هېوادونو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي، هغه څه چې د افغانستان نا سم وضعیت ښودل کېږي، کره معلومات نهدي.