هند: د افغانستان خاوره باید د ترورېستي فعالیتونو لپاره ونه کارول شي

هند: د افغانستان خاوره باید د ترورېستي فعالیتونو لپاره ونه کارول شي


  • 2 کاله دمخه (12/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 831

سمسور نیوز (۲۱لړم۱۴۰۱) په ملګرو ملتونو کې د هند مرستیال استازی وایي، د افغانستان خاوره باید د ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه ونه کارول شي.   

ښاغلي آر راوېندرا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وینا کې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې تاریخي بللي او زیاته کړې یې ده، چې  هېواد یې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د افغانستان په مسلو کې له نړیوالې ټولنې سره فعال ښکیل دی.

هغه افغانستان کې روان بشري وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان استازي بیا دې اسمبلې کې ټېنګار کړی، چې له اوسني افغان حکومت سره دې دوامداره تعامل وشي، چې شته د بشري وضعیت او نورو برخو کې اندېښنې ځواب شي.