ملي کرنسي او د کرنسۍ راتلونکی - شهزاد اریوبي

ملي کرنسي او د کرنسۍ راتلونکی - شهزاد اریوبي


  • 2 کاله دمخه (12/11/2022)
  • شهزاد اریوبي
  • 1011

د ملي کرنسۍ او پیسو ساتل او درناوی د هر افغان مسوولیت دی. د نويو پيسو چاپ ښه قدم دی او زه یې هرکلی کوم.

 

دا واقعیت دی چې د ملي کرنسي د ملي اقتصادي اهدافو ترلاسه کولو لپاره مهمه وسیله او د ملي حاکمیت یوه برخه ده. که د کوم هیواد کرنسي پایداره نه وي، نو هغه هیواد به مالي بحران سره مخ شي او دا به پر مالي او پولي سیستمونو ډېر فشار وارد کړي. د نړۍ مالي او بانکي سیستم په چټکۍ سره د بدلون په حال کې دی. نوې ټکنالوجي په پراخه ډول منظمه شوې او بانکداري، تادیات او مالي او تادیاتي سیستمونه تقویه کوي، په دې خاطر زیاتره هیوادونه او مالي ادارې د پيسو په ترتیباتو او بڼې بیاکتنه کوي. د ترتیباتو دې نوې بڼې ډيجیټلي کرنسي، ډيجیټلي بانکداري، پرلیکه (online) دوکانداري او پرلیکه تادیات وړاندې کړي، حتی د کرپټوکرنسې کارونې د فزیکي او چاپي پيسو استعمال محدود کړی دی.

 

په افغانستان کې د کرنسۍ د نوې بڼې لپاره اقدام ته لا وخت شته، خو ځینو پرمختګونو د فزیکي پیسو اړتیا کمه کړې وه، تېر کال چې حکومت سقوط وکړ، ورسره دا جریان هم ودرېده. په افغانستان کې د سوداګریزې بانکدارۍ په سیستم کې معاصرۍ بانکدارۍ د پام وړ پرمختګونه کړي وو. دا پرمختګونه په مالي سیستم کې وو چې د اقتصادي سسیستم اساس دی، همدارنګه Swift شبکې سره وصل و چې د نړیوالو تادیاتو او راکړې ورکړې لوی او ډېر کارېدونکی میتود دی او د دې تر څنګ د ډيبټ کارتونو او برښنایي تادیاتو کارونه وه. 

 

د بانکدارۍ معاصر سیستم د پام وړ وده وکړه او بانکي سکتور کې یې ولسي باور پيدا کړ. په بانکي ورکړو او تادیاتو کې نږدې اووه ډوله ډبېټ کاروتونه کارېدل. زیاتره مخابراتي شبکو د موبایل د پيسو (Mobile Money) یوپارچه سیستم معرفي او تطبیق کړ او د شریکانو، استازو، دوکاندارنو او خدماتو د کارونکو په شمول یې د ایکوسیستم ملاتړ وکړ. د افغانستان دولت، د دولتي مالي سیستم د مدیریت لپاره د AFMIS تطبیق کړ او د برښنايي تذکرو په شمول یې د برښنایي حکومتولۍ ترویج کړه.

 

دا ډېر ښه فکر دی چې ولس اوس د ملي کرنسۍ او بانکنوټو د ساتنې او خوندیتوب لپاره د بټوې کارولو کمپاین کوي. خو اړتیا دا ده چې د اوږدمهالي او دایمي حل لارې لپاره کمپاین او هلې ځلې وشي. لکه څنګه چې مخکې وویل شول په هیواد کې ځينې پرمختګونه شوي او سیستمو رامنځته شوي وو چې د ولس په ګټه وو. د افغانستان د اقتصاد د ساتنې او پیاوړتیا، د ټولنیز پرمختګ لپاره لارې هوارولو او له نړیوال اقتصاد سره اوږه په اوږه قدم اخیستو لپاره باید نور عملي ګامونه هم واخیستل شي او د فزیکي یا چاپي پیسو د اړتیا کمېدو لپاره کار وشی. خو څنګه؟

 

پیسې ټولنې بدلوي او ټولنې پيسې بدلوي، همداسې مخکې هم شوي او دوام به هم کوي. د فزیکي پيسو اړتیا کمېدل سیاسي او اقتصادي پرېکړې، ولسي باور ترلاسه کول، بشري ظرفیت او داسې پرمختللی سیستم غواړي چې حکومتونه، بانکونه، کاروبارونه او ولس په کې مشارکت ولري.

 

ولس د سیاسي او اقتصادي ثبات موندلو لپاره پر فزیکي پيسو تکیه کوي او د ارزښت او تادیاتو د زېرمو په توګه ډاډ او امنیت ترلاسه کوي. په وروستیو کلونو کې د کرېډټ کارتونو استعمال ډېر زیات شوی دی. VISA او MasterCard په شریکه د کرېډټ ۸۰ فیصده مارکېټ نیولی چې منظم انحصار یې بللی شو. خو یو بل پراخه سیستم هم چټکه وده کوي او دا سیستم د موبایل د تادیاتو سیستم دی. نوې ټکنالوجۍ د موبایل، اپلکېشنونو او بلوتوت سیستم له لارې د تادیانو او پيسو د لېږد نوې لاې لارې چارې وړاندې کوي. خو دا خطر هم شته چې ټولنه له نویو اخلاقي ننګونو او د برښنايي پيسو او مجازي تادیاتو په برخه کې له امنیتي ستونزو سره مخ شي، خو دا د خونديتوب ترتیبات او حل لارې لري.

 

دولتي سکتور باید د لومړي ګام په توګه عامه پوهای رامنځته کړي. پر دې سربېره باید د دولتي سکتور بنسټونه لکه مرکزي بانکونه، د مالیې وزارتونه او تنظیمونکې ادارې یو چاپېریال رامنځته کړي؛ خپلې پالیسۍ، مقررات او پروسیجرونه نوې کړي؛ او د ودې او تطبیق د مستقیمې او غیرمستقیمې څارنې سیستمونه تازه کړي. مرکزي بانک باید له عامه کرنسیو څخه د په مخ پر ودې ډيجيټلي کرنسیو طرف ته تللو لپاره ولسي باور رامنځته کړي.

 

دویم ګام د خصوصي سکتور او شرکتونو دی چې له مخکې یې په دې برخه کې ونډه لرلې او د ډیجیټل کرنسۍ او ډيجیټلي اقتصاد په برخه کې به لوی پراختیايي فرصتونه ولري. خصوصي سکتور د ډیجیټلي اقتصاد او لوړې کچې اقتصادي-ټولنیزې پراختیا ته رسېدو لپاره، د نوښت محوره پراختیايي الګو په رامنځته کولو کې مهم عامل دی. د دې لپاره باید د استعدادونو پاللو ته لومړیتوب ورکول شي، تشبث پراخه شي او تقاضا تقویه شي.

 

درېیم ګام د نړیوال ملاتړ ترلاسه کول دي. په اوسنیو شرایطو کې د قوي اقتصاد او مالي ثبات رامنځته کول او ساتل باید د پیسو نړیوال صندوق ته لاره هواره کړي چې هغه د افغانستان د لوی اقتصاد او اقتصادي ثبات ملاتړ وکړي، د پالیسۍ په برخه کې لارښوونې وړاندې کړي او د ظرفیت رامنځته کولو ملاتړ وکړي. پر دې سربېره نړیوال بانک هم د افغانستان  د مالي او تخنیکي ملاتړ په وسیله، د اوږدمهاله اقتصادي ودې او د فقر په کمولو کی مهمه ونډه لرلی شي.

 

په اروپا کې ځوان نسل د تادیانو نوي میتودونه په چټک ډول را خپل کړي دي او ډېر نور باید د اصلي بانکنوټونو د نه لرلو احساس سره بلد شي. یعنې دا چې پيسې ورو ورو مجازي کېږي او د خیانت عوامل رامنځته کوي، همدې اټکل ته په کتو به، د «موبایل تادیې» نړیوال سیستم په لږ وخت کې بازار ونیسي. په بله وینا، دا لوی بازار دی، د دې بازار اساس لا هم پيسې دي، خو پيسې د موبایل د کارونې له لارې مصرفېږي، دا ځکه چې خلک پيسې په لاس کې نه ګرځوي او صداقت په کمېدو دی.

 

کله چې کاغذي پيسې اختراع شوې، هغه وخت د نړۍ نفوس نږدې دوه میلیارده و او نن څه باندې اووه میلیاردو ته رسېدلی دی. د پيسو تقاضا ورځ په ورځ زیاتېږي او دا یو  سیستم ته اړتیا لري. د پيسو لوړه تقاضا د همدې اوسنۍ ودې له امله رامنځته شوې ده. دې ودې په نړۍ کې د اقتصادي پور تاریخي کچه رامنځته کړې چې له امله یې نابرابري زیاتېږي.