انګلستان پای‌لوبه کې پاکستان مات او نړیوال جام یې ترې وګاټه

انګلستان پای‌لوبه کې پاکستان مات او نړیوال جام یې ترې وګاټه


  • 1 کال دمخه (13/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 1101

سمسور نیوز (۲۲لړم۱۴۰۱) انګلستان د شل اوریز نړیوال جام په پای‌لوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام اتلولي وګټله.  

دا په شل اووره سیالیو کې د انګلستان لوبډلې دویمه اتلولي وه.

پاکستان په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو انګلستان ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه. 

د پاکستان لپاره په توپوهنه کې شان مسعود تر ټولو زیاتې ۳۸ منډې جوړې کړې. 

د انګلستان لوبډلې په توپ وهنه کې بن سټوک ۵۲ ناسوځېدلې او معین علي ۲۰ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې. 

انګلستانۍ لوبډلې د پاکستان ورکړل شوی هدف په ۱۹ اوور کې ترلاسه کړ او د دویم ځل لپاره د شل اووره سیالیو اتله شوه.

انګلستان له دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې په لومړي د شل اووره سیالیو اتلولي ګټلې وه.