د پروفیسور لیان آر کاس دا اثر د بیولوژي، اخلاقیاتو او فلسفي په برخو کې د اوږدې مودې څېړنو، تدریس او تجربو پر بنسټ، پر خوراک (خوړنګ) متمرکز دی؛ خوراک د انسانانو او حیواناتو لپاره.
په ۲۴۸ پاڼو او شپږو فصلونو کې دا اثر په لومړي ځل په ۱۹۹۴ کال د امریکا د شیکاګو پوهنتون لخوا خپور سوی دی. له نامه او د پښتۍ له انځوره یې تر ډېره د پخلي د اثر برداشت کېږي خو د کتاب منځپانګه تر پخلي ډېره ژوره، مهمه او له بېلي زاویې رااخیستل سوې فکري پانګه ده. سره له دې چي ددې کتاب ډېري سرچینې، د اتکا بېلګلي او کلتوري مفاهیم د لویدیځ په مدنیتونو پوري اړه لري خو موضوع یې د ټولو انسانانو د ژوند او ژوند د ډول سره تړلې ده.
زما په نظر لوستل، د مهمو پیغامونو شنل او ځینې یې په نظر کي نیول ډېر مهم دي. په ځانګړي ډول زموږ د لوستونکو او هغو لپاره چي د متمدن ژوند سره لېوالتیا لري.
ډاکټر کاس، د جنت څخه د ادم علیه سلام او بي بي حوا راوتل د خوراک څخه ګڼي خو هغه خوراک یې دده په خبره، د ځان مړولو په موخه نه، بلکي د عقلانیت د خپلولو په موخه وو؛ چي په خبره یې د جنت څخه په راوتلو خپلي موخي ته ورسېدل. له همدې ځایه کاس د انسانانو او حیواناتو د خوراک د توپیر معنوي او رواني بحث پیلوي. حیوانات یوازي ځانونه مړوي خو انسانان د خوړو په پیدا کولو (کار، کسب، تحصیل، قوانینو، همکاریو، پرمختګ، د خوړو په چمتو کولو) او دغه راز شریکولو، په ځانګړو سلیقو خوړلو، تشریفاتو، پاملرنې څرګندولو، او د درناوي د رسومو په پرځای کولو، د نسونو تر څنګ، روحونه مړوي او د خوړو له لاري روحي لوږه هم ماتوي.
د خوړو د چمتو کولو په برخه کي کاس د حیواناتو د وړتیاوو محدودیت او د انسانانو د اړتیاوو ډېرښت د پاملرني وړ ګڼي. دده په خبره حیوانات چي ښکار کوي او یا څه مومي بې له چمتو کولو یې اومه (خام) خوري. د خوړو موندلو، سرچینو، اصولو، وسایلو او خوراک چاري یې ساده او پر لومړنیو غریضو ولاړي دي.
خو د انسانانو چي د ژوند مهالوېشونه، کسبونه، هلي ځلي، غوښتني او اړتیاوي څومره پر خوړو متمرکزي دي، وړتیاوي یې هم زیاتي دي او د انساني تمدن تاریخ د خوړو هر اړخیز کلتورونه رامنځ ته کړيدي.
دغه راز، له بیولوژیکي اړخه د حیواناتو په پرتله د انسانانو د لاسونو کمال چي د خوړو په کلتور کي مهم دی او پر دوو پښو ولاړ جوړښت د حیواناتو څخه د انسانانو د بېلوالي مهم موارد ګڼي. په همدې دوام، د انساني ذهن او فکر د ودي ظرفیت چې تر حیواناتو یې لوړ کړی دی.
کاس د طبیعت جوړښتونه مهم ګڼي او ټینګار کوي چي د طبیعي ژوند څخه پنځېدلي تجربې د ټولني په کلتوري وده کي له پامه ونه غورځول سي. اندېښنه یې د اووه لسمي میلادي پېړۍ د پیل څخه د ساینسي او صنعتي اوښتون د اغېزو هغه تداوم دی چي د طبیعت او ورځني ژوند تجربي یې بې اهمیته کړي او هرڅه یې یوازي تر ساینسي تیوریو محدود کړيدي.
دغه راز، د لویدیځ د خوراک پر اوسنۍ بڼه نیوکه کوي چي خلک په بېړه، په عامه ځایونو کې حتی په ولاړه خوراک کوي. د تلمود او عبراني لارښوونو د یوې سرچینې په حواله دا ډول خوراک د سپیانو خوراک ته ورته ګڼي.
د خوراک متمدنه بڼه د ډاکټر کاس په نظر د ډېري پاملرني وړ ده. د خوراک لپاره بېلابېل مېزونه چي خواړه لوړ باندي ایښوول کېږي او د خوراک نوري وسیلې پخوانۍ خو مهمي انساني لاسته راوړني ګڼي او په خبره یې د خوراک د متمدني بڼي یو توپیر همدا دی چي حیواناتو ته خواړه لاندي پراته وي او خولې ور کښته کوي (کوزوي) خو انسانانو ته خواړه لوړ پراته وي او په لاسونو او وسیلو یې خولو ته وړي.
د خوراک د مېز اصول، تشریفات او په همدې وخت کي د انسانانو راټولېدل د ټولنیزي سطحي هغه ارزښتونه ګڼي چي په خبره یې حیوانات یې نه لري او همدا ارزښتونه هغه څه بولي چي د روح لوږه ماتوي. پر همدې مېزونو عقلانیت، ګرانښت، پاملرنه او اخلاص زیاتېږي او په خبره یې هغه څوک ښه انسان دی چي د خوراک نزاکتونه او اداب مراعتوي. د نزاکتونو څخه په ډکه خوله خبري نه کول، د بل په لوښي کي لاس نه وهل، د بې نوبتۍ او بې عدالتۍ څخه ډډه، د سترګو په واک کي ساتل، پاکۍ ته پاملرنه او د مشرانو او کوچنیانو خیال ساتل د بېلګو په توګه یادوي.
په دې برخه کې د فرانسوي ارواپوه بریلاټ ساوارین، د ذایقې د فلسفې د اثر څخه د نوموړي یوه خبره راخلي چي وايي: "که راته ووایې چي څه شي خورې او څنګه یې خورې، زه به درته ووایم چي ته څه شی او څوک یې."
یادوني:
-ومي غوښتل چي د کتاب اصلي پیغامونه په لنډو ټکو کي وړاندي کړم خو هیله من یم چي دا موضوع د افغان کلتور په منځپانګه کي وڅېړل سي او په پام کي ونیول سي.