امازون شرکت خپل لس‌زره کار کوونکي له دندو ګوښه کوي

امازون شرکت خپل لس‌زره کار کوونکي له دندو ګوښه کوي


  • 1 کال دمخه (16/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 694

سمسور نیوز (۲۵لړم۱۴۰۱) تر ټوېټر او میتا وروسته؛ د نړۍ ستر انلاین سوداګریز شرکت، امازون هم خپل شااوخوا لس زره کار کوونکي له دندو ګوښه کوي. 

رسنیو خبر ورکړی، چې ښايي د دومره بشري ځواک د ګوښه‌ کولو لړۍ روانه اوونۍ پیل شي.

د راپورونو پر اساس، امازون دا اقدام د شرکت پر وړاندې د احتمالي بحران له کبله بللی دی.

تر دې وړاندې د ټوېټر او میتا شرکتونو هم د خپلو کار کوونکو د ګوښه کولو اعلان کړی و.