یعقوب: د دوحې تړون ته ژمن او هیچاته ګواښ نه یوو

یعقوب: د دوحې تړون ته ژمن او هیچاته ګواښ نه یوو


  • 1 کال دمخه (16/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 844

سمسور نیوز (۲۵لړم۱۴۰۱) د سرپرست حکومت د دفاع وزیر وایي، ټولې نړۍ ته د افغانستان د پولو د کلکې ساتنې ډاډ ورکوي او له افغان خاورې څخه به نړۍ ته هېڅ ګواښ پېښ نه‌شي.

د دفاع وزارت پر ټوېټر پاڼه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد پرون په کابل کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له استازو سره لیدنه کړې ده.

نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې ا.ا د دوحې تړون ته بشپړ ژمن دی او په خبره یې افغان خاوره به هېڅ وخت د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي. 

دا لیدنه داسې مهال ده، چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر بېرته پرانیستل شو.