څنګه کولای شو د ژوند په ټولو برخو کې له زغم او صبر نه کار واخلو؟

څنګه کولای شو د ژوند په ټولو برخو کې له زغم او صبر نه کار واخلو؟


  • 2 کاله دمخه (17/11/2022)
  • جاوېد کریمي
  • 1252

ژباړن: جاوېد کريمي

لومړی باید پوه شو چې صبر یا زغم یعنې څه؟

موږ ټول پوهیږو چې صبر یو ښه شی دی. موږ دا له ماشومتوب څخه د خپلو میندو، پلرونو، ښوونکو او روزونکو څخه اوریدلي . مګر ایا تاسو پوهیږئ چې صبر په حقیقت کې څه معنی لري؟

 

په خورا په اساسی/ټيټه کچه، صبر د انتظار کولو وړتیا ده. مګر، له دې څخه ډیر، دا د هغه څه لپاره د انتظار کولو وړتیا ده چې تاسو واقعًا يې غواړی یا ورته  اړتیا لری.

 او یا هم صبر داسې تعريفوو چې پرته له خپګان  څخه د هغه شي انتظار کول دي.

مګر راځئ چې د صبر مفهوم ته ژور فکر وکړو. ارواپوهه سارا شنیټکر د صبر مطالعې څخه  یو مسلک جوړ کړی. د هغې د څیړنې له مخې، په حقیقت کې د صبر درې مختلف ډولونه شتون لري چې عبارت دي له:

۱: خپلمنځي/د افرادو ترمنځ صبر

۲:د ژوند ستونزو په مقابل کې صبر

۳:د ورځنیو ستونزو مقابل کې صبر

خپلمنځي/د افرادو ترمنځ زغم

دغه ډول صبرد نورو خلکو سره صبر کولو وړتيا څخه عبارت ده،چې دا  په ځانګړي ډول د اړیکو ، په کار ځای او کوچنيانو سره د تعامل په وخت کې ډير مهم ګڼل کيږي.

د ژوند ستونزو مقابل کې صبر/زغم

دغه ډول صبر نو یو اوږد مهاله صبر دی ،او کله چې په ژوند کې د کوم خنډ سره مخ کیږو باید ترې کار واخلو

 د ورځنیو ستونزو مقابل کې صبر/زغم

د ورځنیو پرېشانیو او مشکلاتو مقابل کې د ارام او راحته پاتې کیدو وړتيا څخه عبارت ده،دا کیدای شي د موټر چلونې پر مهال په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې ارام پاتې کیدل وي او یا هم په کار ځای یا دفتر کې د يو ناخوښه کار په مقابل کې نه احساساتي کیدل او هم  نورو کوچنیو ستونزو مقابل کې ارامه پاتې کیدل.دغه ډول صبر تمرین  کولای شي، زموږ د ژوند په ډیرو برخو کې اصلاحات او بهبود راولي

 

دا زده کړئ چې څنګه ښه اوريدونکي شی!

دې لپاره چې موږ کې د صبر او زغم ماده زیاته شي باید دا زده کړو چې څنګه ښه اوريدونکي شوو.خصوصا د افرادو ترمنځ د زغم د زیاتولو لپاره ښه اوريدنې خاصیت درلودل ډیر ګټور دي.

ډيری وخت داسې کیږي چې يو څوک خبرې کوي موږ ورته د اوريدو صبر نه کوو کوښښ کوو چې دا اوس ژر خپلې خبرې ختمې کړي چې زه خپله برخه خبرې وکړم،چې متاسفانه په حوصلې سره نورو خبرو ته غوږ نیول نن سبا ډیر معمول ندی،د مقابل جانب خبرو اورېدو ته صبر نه کول ددې باعث کیدای شي چې هغه کس دا احساس کړي چې زما خبرې ورته کومه معنا نلري او پدې سره اړیکو کمزورتيا منځته راځی.دې پرځای باید د غږيدونکي ټولو خبرو اورېدو ته زغم نه کار واخلو او تر اخره يې خبره واورو ،ولو که موضوع ډیره مهمه هم نه وي،او په اخره کې پخپل وخت ورته دا احساس ورکړو چې ستاسې ټولې خبرې ما واورېدې او اوس غواړم يو څه پکې اضافه کړم او یا یوه پوښتنه پکې وکړم.

هغه څه ومنئ چې تاسو یې نشی بدلولای.

د هغه شیانو منل چې ستاسې له کنترول څخه بهر دي یوه بله مهمه نقطه ده،دا ډول لارښونه د زغم ټولو ډولونو ته مهمه ده خو خصوصا د ژوند ستونزو مقابل کې زغم ته نو بیخي مفیده نسخه ده.

 

د وخت د مدیریت نه کار واخلئ!

د بې صبرۍ یو عامل دا هم دی چې موږ ټول تل وايو چې وخت نلرو او تل په منډه کې يو،دې لپاره چې ورځینو چارو کې له بې صبرۍ وژغورل شو،باید خپل وخت ښه مدیریت کړو ترڅو هر ټاکلی کار په خپل ټاکلي وخت کې ترسره او له بې صبرۍ وژغورل شو.

خپلو کارونو کې وقفه وکړئ

کله کله د وخت د مدیریت کولو با وجود د وارخطايۍ مرض موږ کې پاتې وي،او همدا احساس کوو چې پر موږ ناوخته ده ،نو پدې وخت کې به موږ حتما ستړي شوي یو،نو پکار ده جې یوه وړه وقفه د تفریح او ساعت تیرۍ لپاره واخلو.

خوشبيني تمرین کړئ!

کله کله انسان په ژوند کې ستړی او پرېشانه شي نو هر ډول ذهني سکون له لاسه ورکوي او ډیر بې صبره کیږي ،پدې حالاتو کې پکار ده چې خوشبیني تمرین شي

 خوشبينۍ تمرین یعنې  ټولو شته مثبتو نقاطو چې دی يې لري بار بار يادول او پرې شکر ویستل،کولای شي انسان ته په ذهني لحاظ سکون ور وبخښي او د زغم کچه پکې زیاته شي.

ژوند ډير جدي مه نیسۍ!

ژوند او د ژوند د چارو له حده زیات جدي نیول کولای شي موږ له رنګارنګو تشویشونو سره مخ کړي.په ژوند کې خپل مسولیت اداء کول او په ښه شکل اداء کول پکار دي نه له حده زیات ورته اندېښمن کېدل.