سمسور (۲۶لړم۱۴۰۱) د سرپرست حکومت رئیسالوزرا پرون مازدیګر د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره کتلي دي.
د چارو ادارې له لوري په خپرې شوې خبر پاڼې کې راغلي، چې ملا محمد حسن اخوند په دې لیدنه کې ویلي، ا.ا به د خپلې پالیسي پر اساس، هېچاته اجازه ور نه کړي، چې له افغانستانه د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د داعش وسلهواله ډله د تېر په پرتله اوس له منځه تللې او په دې برخه کې د ا.ا ځواکونو هڅې لا هم روانې دي.
ښاغلي اخوند زیاته کړې، چې ا.ا توانېدلی، څو هېواد کې جګړه، ناامني، وژنې، ورانۍ او فساد له منځه یوسي.
هغه په نړیوالې ټولنې، په تېره د اسلامي همکاریو سازمان غږ کړی، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ورسره مرسته وکړي.