سمسور نیوز (۲۶لړم۱۴۰۱) د سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ٣۵ افغان کډوالو د ازادېدو خبر ورکړى دى.
د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبر پاڼې کې راغلي، چې دغه کډوال د پاکستان زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته د تورخم بندر له لارې هېواد راستانه شوي دي.
په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت له خوا په دې هېواد کې د ګڼو افغان کډوالو د نيولو کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
پاکستان ويلي، چې دغه افغان کډوال يې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نيولي؛ خو ګڼو کسانو بيا په دې هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو چلند غندلى دى.