عمران خان وایي، داسې احتمالي ګواښ شته چې بیا راباندې برید وشي

عمران خان وایي، داسې احتمالي ګواښ شته چې بیا راباندې برید وشي


  • 1 کال دمخه (17/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 685

سمسور نیوز (۲۶لړم۱۴۰۱) د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، د پنجاب په وزیر اباد کې پرې له یوه برید وروسته د بل ورته برید احتمالي خطر شته. 

عمران خان له يوې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي، چې ژوند يې اوس هم له ګواښ سره مخ دی او دا چې ګوند يې ډير پلويان لري ښايي بيا يې د وژلو هڅه وشي. 

عمران خان ټينګار کړی، چې په ولس کې یې د ملاتړ کچه خورا لوړه ده او دښمنان يې له وژلو پرته پرې د برلاسي کېدو بله لاره نه لري. 

د یادونې ده، چې د نومبر پر درېیمه پر عمران خان د احتجاجي لاریون پرمهال ډزې وشوې او ټپي شوی و.