د فوټبال نړیوال جام،؛ قطر، سافټ دپلوماسي او ملتپالنه

د فوټبال نړیوال جام،؛ قطر، سافټ دپلوماسي او ملتپالنه


  • 2 کاله دمخه (17/11/2022)
  • جعفر هاند
  • 4207

را روانې یکشنبې په ورځ (نومبر۲۰) په قطر کې د فوټبال نړیوال جام لوبې پیلیږي چې ۳۲ لوبډلې به په کې له یو بل سره سیالۍ کوي. 

ټولې شاوخوا ۶۴ لوبې به په اوو میدانونو او یوه میاشت کېږي؛ برازیل، ارجنټاین، جرمني، فرانسه، انګلنډ، هسپانیا، پرتګال او هالنډ هغه لوبډلې یادېږي چې ممکن منځلوبو ته ووځي. زما د خوښې لوبډلې په ترتیب سره: برازیل، ارجنټاین او پرتګال دي. نیمار، میسي او رونالډو.

 

اقتصادي اړخ

د عربین بزنس او سپورټیکو ویپاڼو د معلوماتو په اساس، د فوټبال نړیوال فدراسیون به د اټکل له مخې په دغه نړیوال جام کې شاوخوا ۵.۴ میلیارد عواید ولري.

د قطر حکومت چې د دغو سیالیو د کوربتوب ترلاسه کولو او تاسیساتو په رغولو کې میلیاردونه ډالر لګولي، هیله لري‌ چې لږ تر لږه ۱.۳ میلیارد سیلانیان به د لوبو لیدو لپاره ورځي. د اټکل په اساس قطر به د دغو لوبو له لارې څه باندې ۱.۵۵ میلیارد ډالر عواید ترلاسه کوي. فیفا وايي شاوخوا درې میلیون ټکټونه به یې خرڅېږي.

 

سافټ دپلوماسي‌ او ملتپالنه 

دا ډول لوبې او سیالۍ د اقتصادي ګټو ترڅنګ، نورې معنوي ګټې او ارزښتونه هم لري چې ډېر هېوادونه یې لیوال دي.

په یوېشتمې پېړۍ کې سیاست، ملتپالنه، ملي هویت،‌ دولتونه هېوادونه او ورزش له یو بل سره پیوند شوي او په یو بل تکیه دي. ورزش «سافټ دپلوماسي» بلل کېږي. پرمختللي هېوادونه د ورزش او په خاص ډول دا ډول لویو سیالیو په کوربتوب سره نړۍ ته خپل غیر پوځي ځواک [سافټ دپلوماسي]: اقتصادي قوت، پرمختګ، فرهنګ، علمیت، تکنالوژي، تولیدات، د لویو سیالیو د ترسره کولو ظرفیت او..... ښکاره کوي. په اصل کې له دې لارې د پرمختللې نړۍ د چټک کاروان سر ته ځان رسوي ‌او نړیوالو ته ښکاره کوي‌ چې ستر ملت او ستر هېواد دي او باید ورته په همدې درنه سترګه وکتل شي.

د بېلګې په توګه، چین چې څو کاله مخکې د اولمپیکي‌ سیالیو کوربه و، د سیالیو د پرانیستلو مراسم یې ډېر شاندار ونمانځل او په خپل ساینس، پرمختګ،‌ علمیت او ظرفیت باندې یې د نړۍ سترګې وبرېښولې. په داسې حال کې چې له سیاسي پلوه، دا هېواد د اقلیتونو سره د بد چلند او نورو مسائیلو له پلوه له سخت انتقاد سره مخامخ و، خو سافټ دپلوماسۍ یې نړۍ ته بیخي یوه متفاوته څېره وښودله. جنوبي افریقا،‌ جاپان، هند او ځینو نورو هېوادونو هم دا کارونه کړي دي. 

ورزش او د دا ډول لویو سیالیو کوربتوب کول نړۍ ته د یو هېواد فوق العاده او بیخي ښکلی او مثبت تصویر وړاندې کوي، داسې تصویر چې ښایي له نورو لارو یې کوم هېواد وړاندې نکړای شي.

 

د قطر نفوس او په نړۍ یې اغیز 

د احصايي له مخې قطر نژدې درې میلیون نفوس لري؛ زموږ د کابل نیمايي نفوس. په خلیج کې د تیلو د طبعي زېرمو له پلوه دا کوچنی شتمن عرب مسلمان هېواد په سیمه او نړۍ کې په سیاسي لحاظ‌ هم خپل اغیز او ځای لري.

له امریکا او نورې نړۍ سره ښه روابط لري، د خلیج هېوادونو د شورا غړی دی، د امریکا-طالبانو ترمنځ د «سولې تړون» کې یې مهم رول ولوبوه. د مصر د اخواني مشرانو په ساتلو او پاللو کې هم ونډه لري. د الجزیرې عربي او انګلیسي شبکې یې د نړۍ د مطبوعاتو په مارکیټ کې او د قطر د بهرنۍ تګلارې د پرمخ بیولو په برخه کې خپل اغیزناک ځای ثابت ساتلی دی.

شک نشته چې د نړیوال جام د سیالیو کوربتوب به د قطر لپاره یوه لویه ننګونه وي، خو داسې ښکاري‌ چې قطر به له دغه فرصت څخه ډېره ګټه پورته کوي او نړۍ ته به د خپلې دغې «سافټ دپلوماسۍ» له لارې د خپل فرهنګ،‌ ژبې، کلتور، ظرفیت،‌ ملتپالنه او هویت ښه تصویر وړاندې کوي. د نړۍ په دومره هېوادونو کې دغه کوچني هېواد ته د دومره لویو سیالیو د کوربتوب امتیاز ورکول په خپله د قطر د حکومت او دولت «عالي ظرفیت» ښکاره کوي. دا «لومړی ځل دی چې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په عربي نړۍ کې» کېږي.

هو، قطر د سیلانیانو لپاره خپل یو شمېر مذهبي، ټولنیز او سیاسي محدودیتونه هم کم یا لېرې کړي دي، د بېلګې په ډول په قطر کې په عام وخت کې بیر او الکولي مشروبات نه پلورل کېږي، خو اوس یې دا محدودیت لېرې کړی. نړۍ ته د خپل زغم ننداره هم وړاندې کوي.

په دې مسئلې نورې خبرې کیدای شي........