ماشوم ته د تي وروکولو ګټې:

ماشوم ته د تي وروکولو ګټې:


  • 1 اونۍ دمخه (18/11/2022)
  • ډاکټر امان شمس
  • 136

⬅️ ماشوم ته ګټې:

- ماشومان له انتانونو او مېکروبي ناروغيو څخه ژغوري

- د اسهال او استفراق پيښې را کموي

- هر هغه وخت چې د ماشوم ضرورت شي د مور شيدې تازه د حرارت په هغه درجه اماده وي چې د ماشوم اړتيا وي

- خاص د ماشوم لپاره جوړي شوې دي

- کله چې ماشوم لوی شي د چاغۍ او د زړه ناروغيو خطر يې نسبتاً کم وي

- له مور سره يې اړيکي پياوړي کيږي

 

⬅️ مور ته ګټې:

- د تيو او تخمدان د سرطان خطر را کموي

- د هډوکو د کمزوري کېدلو خطر را کموي

- د زړه د ناروغيو خطر را کموي

- د چاغۍ  خطر را کموي